د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د وژل شوېو امریکايي پوځیانو د یادښت ورځ؛ بایډن د امریکا له ډموکراسۍ دفاع وکړه


جوبایډن وویل، د ډموکراسي لمن تر حکومت ور پراخه ده
جوبایډن وویل، د ډموکراسي لمن تر حکومت ور پراخه ده

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ټولو هېوادونو او خلکو لپاره ډموکراسي اساسي مساله وبلله او ویې ویل چې دا ښکارنده/پدیده په ځینو ځایونو کې له ننګونو سره مخ ده.

جو بایډن د امریکا د هغو یو میلیون پوځیانو د یادښت په ورځ چې په پوځ کې د خدمت پر مهال وژل شوي وویل، د ډموکراسي لمن تر حکومت ور پراخه ده او د خلکو وړتیا او توان نندارې ته وړاندې کوي.

بایډن وویل: "همدردي/خواخوږي د ډموکراسي ځواک دی. زموږ لېوالتیا باید دې ته وي چې یو بل د دښمن په سترګه نه بلکې د یوه ګاونډ په توګه وګورو. کله چې سره موافق نه یو پوه شو چې په بل څه تېریږي."

بایډن وویل، موږ لېوالتیا باید دې ته وي چې یو بل د دښمن په سترګه نه بلکې د یوه ګاونډ په توګه وګورو.
بایډن وویل، موږ لېوالتیا باید دې ته وي چې یو بل د دښمن په سترګه نه بلکې د یوه ګاونډ په توګه وګورو.

بایډن دا وینا د ارلینګتنون ملي هدیرې کې وکړه چې په ویرجینیا کې ده.

هغه چین او روسیې ته په اشارې هم وویل چې د دغو دوو هېوادونو زورواکي د امریکا له لویو ننګونو دي.

هغه همدا راز د بیان د ازادۍ په لا غښتلتیا، د اقتصادي اصلاحاتو په دوام او د توکمیزو مخالفتونو په ختمېدو ټینګار وکړ.

بایډن که څه هم د کوم مشخص هېواد نوم وانه خېست خو ویې ویل چې د امریکا ډموکراسي یې د ځینو زورواکو هېوادونو له خوا له خطر سره مخ ده.

د ډموکراسي ښکارنده/پدیده په ځینو ځایونو کې له ننګونو سره مخ ده.

د ارلینګنتون په ملي هدیره کې ګڼ خاورو ته سپارل شوي کسان د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال وژل شوي پوځیان دي چې هرکال یې له نورو وژل شوېو سره په ګډه د درناوي په پار نمانځغونډه کېږي.

ولسمشر جوبایډن د خپلې وینا په یوه برخه کې په افغانستان او عراق کې د وژل شوېو امریکایي ځواکونو یادونه هم وکړه.

هغه وویل، ټول ټال ۷۰۳۶ امریکایي پوځیان په دغو دوو هېوادونو کې وژل شوي.

بایډن زیاته کړه، دغو پوځیانو د ډموکراسۍ په شعار ژوند وکړ او په همدې شعار یې ځانونه د خپل هېواد لپاره قرباني کړل.

XS
SM
MD
LG