د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

بایډن استخباراتي بنسټونو ته: ۳ میاشتو کې دننه دننه د کرونا ویروس منشا ومومئ


د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د خپل هېواد له استخباراتي بنسټونو وغوښتل چې د کرونا ویروس د منشا د موندلو لپاره خپلې څېړنې دوه برابره زیاتې کړي.

جو بایډن د چهارشنبې (د غبرګولي ۵مه) په ورځ له دې ادارو وغوښتل چې د درېیو میاشتو په ترڅ کې د خپلو موندنو راپور ورکړي.

ولسمشر بایډن په خپاره کړي بیان کې ټینګار کړی دی چې تردې دمه ترلاسه شوي معلومات بشپړ نه دي، څو څرګنده شي چې کرونا ویروس له څاروي انسان ته لېږدیدلی که له لابراتواره بهر خپور شوی دی؟

د متحد ایالاتونو ولسمشر د خپل هېواد له ټولو لابراتوارونو هیله وکړه چې په دې تحقیقاتو کې مرسته او همکاري وکړي.

جو بایډن له چینه وغوښتل چې د نړیوالو تحقیقاتو د پرمختګ لپاره چې د کرونا د خپرېدو د منشا لپاره یې کوي، مرسته او همکاري وکړي.

په بیان کې وړاندې راغلي، ښایي د کرونا اصلي سرچینه کله هم پيدا نه شي.

ډونالډ ټرمپ ویلي و چې د کرونا ویروس د یوې پېښې په ترڅ کې له لابراتواره سرایت کړی و.
ډونالډ ټرمپ ویلي و چې د کرونا ویروس د یوې پېښې په ترڅ کې له لابراتواره سرایت کړی و.

د امریکا ولسمشر په دې برخه کې د نتیجې د نه موندلو یو علت پېکنګ بولي چې له نړیوالو تحقیقاتو سره په دې برخه کې سمه همکاري نه کوي.

جمهوري غوښتونکو او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا نظر خپور کړ چې د کرونا ویروس د یوې پېښې په ترڅ کې له لابراتواره سرایت کړی او له حیوانه انسان ته نه دی لېږدیدلی.

امریکایي چارواکي لا هم د کرونا د خپرېدو په برخه کې دا شک لري چې له لابراتواره خپور شوی وي.

ولسمشر بایډن وایي، امریکا به له هغو هېوادونو سره چې په نړۍ کې ورته نظر لري پر چین فشار راولي، څو د شفافو تحقیقاتو په ترسره کولو کې همکاري وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د سې شنبې په ورځ وویل چې واشنګټن په دې برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د نویو تحقیقاتو ملاتړ کوي، دې زیاته کړه چې اغېزمنې څېړنې په کار دي، چین باید ګام راواخلي او اجازه ورکړي چې د کرونا ویروس اصلي علت معلوم شي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د دوه زره نولسم کال په دسمبر میاشت کې د چین له ووهان ښاره نورې نړۍ ته خپور شو.

XS
SM
MD
LG