د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

بلاروس یوه الوتکه ښکته کړې؛ اروپايي کمېسیون: دا هېواد به جدي عواقبو سره مخ شي


په منسک کې د راین ایر الوتکه په جبري ډول ښکته کېدو ته اړ ایستل شوې.
په منسک کې د راین ایر الوتکه په جبري ډول ښکته کېدو ته اړ ایستل شوې.

د بلاروس وروستي اقدام د لویدیځو هېوادونو غوسه پارولې او دا هېوادونه پرمنسک د شدیدو بندیزونو په هڅه کې دي.

د دې غسې لامل دا دی چې بلاروس په جبري ډول یوه مسافر وړونکې الوتکه د منسک هوایي ډګر کې ښکته کړه او یو خبریال یې د مسافرو له منځه توقیف کړ.

اروپایي ټولنې خبرداری ورکړی چې د الکساندر لوکاشینکو رژیم اوس باید د خپل کارځواب ته په تمه اوسي.

د اروپایي کمېسیون مشرېاورزولا وون در لاین د دوشنبې (د غبرګولي ۳مه) په ماښام وویل، اوس پر بلاروس د شدیدو بندیزونو لګول ارزول کېږي: "د بلاروسي چارواکو له خوا د راین ایر شرکت د الوتکې اختطافول به پياوړی ځواب ولري. ځکه دا یو ظالمانه اقدام و، لوکاشینکو او رژيم یې باید وپوهېږي چې دا کار به جدي عواقب ولري."

اورزولا وون در لاین، د اروپايي کمېسیون مشره
اورزولا وون در لاین، د اروپايي کمېسیون مشره

دا الوتکه د یکشنبې په ورځ له یونانه لیتوانیا ته پر لاره وه چې د بلاروس فضایي حریم ته په ننوتو د بم جعلي خبرداری ورکړل شول او د منسک په هوایي ډګر کې ناستې ته مجبوره شوه.

د بلاروس د رژیم جنګي جیټونو دغه مسافر وړونکې الوتکې ناستې ته اړ کړه.

له دې وروسته بلاروسي چارواکو د الوتکې له منځه د رژیم مخالف فعال او خبریال رامان پراتاسیویچ ونیوه. نوموړی ممکن له ۱۵ کاله زندان سره مخامخ شي.

له ۷ ساعتونو ناستې وروسته الوتکې ته اجازه ورکړل شوه چې له منسکه د لیتوانیا پر لور والوزي، خو د بم هېڅ څرک ونه لیدل شو.

په امریکا کې هم دې پېښې ته غبرګونونه ښودل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، منسک کې په زوره د مسافر وړونکې الوتکې کینول ټکان ورکونکې خبره ده. هغې ویل، متحده ایالات دې برخه کې د نړیوالو څېړنو غوښتنه کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم دا پېښه جدي او خطرناکه بللې ده.

ساکي ویلي، منسک کې په زوره د مسافر وړونکې الوتکې کینول ټکان ورکونکې خبره ده
ساکي ویلي، منسک کې په زوره د مسافر وړونکې الوتکې کینول ټکان ورکونکې خبره ده

هغه ویلي، نظامي متحدین به نن د مې په ۲۵مه د بلاروس او په جبر د دغې الوتکې د کینولو په اړه بحث وکړي.

اروپایي ټولنه، امریکا او ناټو له بلاروسه غواړي چې نیول شوی خبریال رامان پراتاسیویچ خوشې کړي.

د بلاروس رژیم له ډېرې مودې راهیسې د خبریالانو او فعالانو ځپلو ته دوام ورکړی.

د بې پولې خبریالانو ټولنې په خپل وروستي راپور کې بلاروس د خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو لپاره خطرناک اروپایي هېواد بللی دی.

XS
SM
MD
LG