د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

نیشنل انټرسټ: امریکایان د افغانستان په اړه د بایډن د پرېکړې ملاتړ کوي


ولسمشر جوبایډن
ولسمشر جوبایډن
  • نیشنل انټرسټ

نیشنل انټرسټ خپرونه، امریکایان د افغانستان په اړه د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې ملاتړ کوي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، په افغانستان کې د بشري ناورینونو په اړه کیسې تل خپریږي، خو متحده ایالات یې د مخنیوي لپاره محدود امکانات لري.

ولسمشر بایډن پرېکړه کړې چې د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي او په دې توګه به هغه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، پای ته ورسېږي.

نیشنل انټرسټ لیکي:

له افغانستانه بد خبرونه باید بایډن له دې هېواده د ځواکونو د وتلو له بهېره را ونه ګرځوي.

خپرونې وړاندې په کابل کې د سید الشهدا پر ښوونځي او شکر درې ولسوالۍ کې پر یوه جومات وروستیو خونړیو بریدونو ته اشاره کړې چې تر ټولو زیات تلفات په کې ولسي وګړو ته اوښتي.

وړاندې په دې لیکنه کې راغلي، کله چې په افغانستان کې له ۱۳۰ زره زیات نړیوال ځواکونه ډېره وو، په دغسې ناوړه پېښو کې هم ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او زیاتوي په ۲۰۱۱ میلادي کال چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر له سل زرو زیات وو، په دې هېواد کې د ملکي وګړو د قربانیانو شمېر اته زرو ته رسیدلی و.

نیشنل انټرسټ هغې نظر شمېرنې ته پام اړولی چې په دې وروستیو کې د 'YouGov' له خوا ترسره شوې او نتیجه یې ښیي چې په سلو کې ۶۶ ګډون والو یې د روان کال د سېپټمبر تر میاشتې پورې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د بایډڼ د پرېکړې ملاتړ کړی او یوازې په سلو کې ۱۴ ورسره مخالفت څرګند کړی دی. په سلو کې شلو له نظر ورکولو ډډه کړې ده.

  • ایروایشیا ریویو

ایروایشیا ریویو خپرونې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان پر اړتیاوو تمرکز کړی او په دې هېواد کې یې امنیتي ګواښونو، بې وزلۍ او د خلکو اقتصادي وضعیت ته په اشاره لیکلي، دا هېواد په سیاسي، امنیتي او اقتصادي او همدارنګه د کورني کړکېچ د منځګړیتوب په برخو کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د خپرونې په لیکنه کې راغلي، د افغانستان ټولنیز او اقتصادي کمزوری وضعیت دې ته اړتیا لري چې بېرته احیا شي، څو ورسره فساد له منځه یووړل شي.

ایرو ایشیا ریویو وړاندې دې ته هم پام اړولی چې نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د افغانستان د دغو اړتیاوو پوره کولو ته ځواب ووایي او شریکان یې چې په سر کې یې متحده ایالات دي، باید هڅه وکړي چې د یوه ډیالوګ له لارې له دې هېواد سره د مرستو ژمنې دوام وکړي.

  • سټارز اېنډ سټرایپس

سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې د محمد په نوم د یوه ژباړونکې پر کورنۍ تمرکز کړی چې د محمد له وژل کېدو وروسته یې اوس د امریکا ویزه اخیستې.

محمد د دغه ژباړونکي اصلي نوم نه دی او ورځپاڼې هغه په دې مستعار نوم یاد کړی او لیکي:

محمد ۱۲ کاله د امریکا له سفارت او د هغه هېواد له ځواکونو سره په افغانستان کې کار کړی و او ویلي یې دي کله چې نوموړی د امریکا ویزې ته منتظر و، د مشکوکو طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.

د ورځپاڼې په دوام کې راغلي چې د محمد مېرمن او۶ ماشومان یې په امریکا کې د ۱۵۰ زره لاسلیک کوونکو د راټولېدو په نتیجه کې په دې بریالي شوي په دې هېواد کې د هستوګنې ویزه ترلاسه کړه.

امریکا د دا ډول یوه پروګرام په ترڅ کې هغو کسانو ته چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو یا د امریکا له حکومتي ادارو سره کار کړی وي، ویزې ورکوي، خو د ورځپاڼې په لیکنه محمد او کورنۍ یې د امریکا د ویزې د اخیستو لپاره لس کاله منتظر و چې اوس یې مېرمن او اولادونه له یوه سرپرست پرته امریکا ته ځي.

XS
SM
MD
LG