د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

افغان چارواکي: د طالبانو د بریدونو لومړنۍ څپه شنډه شوې، د نورو ځواب هم ویلی شو


ارشیف، افغان امنیتي سرتیري د سرپل په سانچارک کې د عملیاتو پر مهال 03 March 2019
ارشیف، افغان امنیتي سرتیري د سرپل په سانچارک کې د عملیاتو پر مهال 03 March 2019

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال په ډېرو ولایتونو کې د جګړې لیکې تودې شوي او دولت طالبان د دغه تاوتریخوالي لامل بولي.

افغان چارواکي وایي، د طالبانو د بریدونو لومړنۍ څپه یې شنډه کړې، خو په خبره یې که دغه وسله وال بریدونو ته نور هم زور ورکړي، ځواب یې ویلی شي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د دوشنبې(د غويي۲۷مه) په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دوی ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ګڼو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه په شا کړي دي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: " د دوی پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده، دوی په هلمند، غزني، میدان وردګو، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې کلکې ماتې وخوړلې، څومره چې طالب جګړې ته شدت ورکوي، هغومره د ځان وژلو ته یا هم د خپلو ملګرو وژلو ته زمینه برابروي، د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه له پخوا ډېر جدي او قاطع مبارزې ته امادګي لري."

احمدزی وآيي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ګڼو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه په شا کړي
احمدزی وآيي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ګڼو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه په شا کړي

طالبانو د روژې په میاشت کې خپلو جګړو ته زور ورکړ چې په ترڅ کې يې د میدان وردګو نرخ او د بغلان برکه ولسوالۍ ونیولې.

دوی هلمند، لوګر، کندز، کندهار، تخار، غزني، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم جګړې وکړې او د امنیتي ځواکونو یو شمېر پوستې یې ونیولې.

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر 'بي.بي.سي' ته ویلي، طالبان ممکن تاوتریخوالی نور هم زیات کړي.

مېلر زیاته کړه: "زما په باور دوی به د تاوتریخوالي کمښت ته دوام ورکړي، ځکه دا هغه څه دي چې افغانان یې غواړي، خو اټکل دا دی چې نژدې وخت کې به دوی تاوتریخوالی زیات کړي، زه داسې ګمان کوم او لیدل کېږي هم چې طالبان به د بېلابېلو ولایتونو پر مرکزونو فشار زیات کړي، د افغانستان امنیتي ځواکونه وړتیا لري، دوی باید هغه وړتیا وساتي، اوس موږ په همداسې یوه حالت کې یو."

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر
افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بیا په ظاهره دا ښه ګڼلې چې بهرنیان څو کاله نور هم افغانستان کې پاتې وي.

ده له 'سي.بي.اېس' نیوز سره مرکه کې ویلي: "هغه وخت چې زموږ هوایي ځواکونه ټول لازم ظرفیتونه ولري، هلته امکان لري چې موږ ټول مسولیتونه په بشپړ ډول واخلو."

خو له دې وړاندې بیا خپله ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، امریکا د ځواکونو د ایستلو په برخه کې ستراتیژیکه پرېکړه کړې او دی یې مخالفت نه کوي.

د ولسمشر په ګډون بېلابېلو افغان چارواکو طالبانو ته ویلي چې د سولې لاره خپله کړي، که نه د دوی په خبره د جګړې دوام نه د طالبانو او نه هم د افغانستان په ګټه دی.

XS
SM
MD
LG