د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

له اوربند وروسته تاوتریخوالی؛ د افغانستان '۱۸ ولایتونو' کې جګړه پیل شوې


ارشیف، د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، د افغان ځواکونو عملیات

د اختر له ۳ ورځني اوربند وروسته چې د تاوتریخوالي کچه په‌کې صفر نه‌وه، یو ځل بیا د جګړې له پیل خبر ورکول کېږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو په ۱۸ ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي، خو دا وزارت د جګړې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌وايي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۶» ازادي راډیو ته وویل: "له ۳ ورځې اعلان شوي اوربند وروسته، طالبانو خپل ترهګریز فعالیتونه له سره پیل کړي. پر افغانانو د طالبانو ترهګریز بریدونه روان دي."

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو اختريز اوربند هم نه‌دی مراعت کړی او په تېرو درې ورځو کې یې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې ۲۱ ملکیان وژلي او له ۳۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.

هغه ادعا چې طالبان‌یې ردوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، حکومتي ځواکونو په غزني، هلمند او کندهار کې پوځي تحرکات درلودل چې دوی یې مخه نیولې ده.

ملي دفاع وزارت داسې مهال د طالبانو له‌خوا د جګړې د بیا پیل خبره کوي چې د ۲۱۵ میوند قول اردو هم د هلمند په درې ولسوالیو کې د تعرضي او تصفیوي عملیاتو له پیل خبر ورکوي.

۲۱۵ میوند قول اردو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي "دا عملیات په لښکرګاه، ناوه او نهر سراج ولسوالیو کې پیل شوي دي".

هاخوا اسوشیټډ پرس د هلمند د ولايتي شورا د رئیس له قوله په دې ولایت کې له سختې جګړې او د خلکو له بې‌ځایه کېدو خبر ورکړی.

خو جمهور رئیس غني هم د اوربند له ماتېدو وروسته، د پوځي قول اردو قوماندانانو ته امر کړی چې طالبان وځپي.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، جمهور رئیس غني تېره شپه په ټیلیفون د ټولو قول اردوګانو له قوماندانو سره خبرو کې هغوی ته لارښوونه کړې چې د خپلو خلکو او خاورې ساتنې ته چمتو واوسي.

د افغانستان حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه‌پال
د افغانستان حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه‌پال

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "جمهور رئیس غني هغوی ته وویل، که طالبان اوربند ونه‌غځوي، دوی باید د خپلو خلکو او نظام د ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی ولري او هر ځای طالبان وځپي."

په همدې حال کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي هم د اختر په شپو او ورځو کې د اوربند پر ماتېدو اندېښنه ښيي او زیاتوي، دا ډول کړنې به پر سولې د خلکو باور راکم او تر خوا یې د دواړو لورو ترمنځ د اعتماد کچه راټیټه کړي.

د مشرانو جرګې ۲ غړي انارکلي هنریار او محمد هاشم الکوزی وايي: "موږ ولیدل چې د اختر په ورځو کې هم بدبختانه موږ په یو شمېر ولایتونو کې قربانیان درلودل. که ننګرهار او کندهار ته وګورئ، همدا ډول په یوه جومات برید."

"په ډېرو ولایتونو کې جګړه ده. ستونزې دي، هره ورځ مو نظامیان او ملکیان وژل کېږي. ولس مو په ډېر سخت حالت کې دی، کورونه‌یې ځینې پاتې دي، په ښارونو، سړکونو او پارکونو کې شپې او ورځې تېروي."

د مشرانو جرګې غړی محمد هاشم الکوزی
د مشرانو جرګې غړی محمد هاشم الکوزی

که څه هم د اختر په شپو او ورځو کې د اعلان شوي اوربند وروسته‌یې د تمدید په اړه هیلې وې، خو د جګړې بیا پیل، دا هیلې له نهیلۍ سره مخ کړې.

XS
SM
MD
LG