د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

هشت صبح: له وسله والو بریدونو هېڅوک خوندي نه دي چارواکي یې غندي خو اقدام نه کوي


ارشیف
ارشیف

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د کابل د تېرې ورځې خونړي برید او د افغان ځواکونو فعال دفاعي حالت په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، په کابل کې د سیدالشهدا په ښوونځي موټر بم برید د بشریت پر وړاندې جنایت دی او دا په نورو ښوونځيو د احتمالي بریدونو لپاره د خطر یو زنګ هم دی.

په سرمقاله کې په امنیتي بنسټونو نیوکه شوې چې د پېښې مخنیوي کې پاتې راغلي او ټینګار شوی چې د دغه ناورین عاملین باید په ملي او نړیواله کچه محاکمه شي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې دې وروستیو کې د ملکیانو پر وړاندې بریدونه زیات شوي چې د کابل په ښوونځي، په لوګر کې د کانکور پر ګډونوالو، په کلکان ولسوالۍ کې د پنجشیر په روغتیاپالانو او په کندهار کې په نعمت روان برید یې ښکاره بېلګې دي.

د لیکوال په اند د ملکیانو پر وړاندې تاوتریخوالی ښکاره کوي چې افغانستان کې د وسله والو ډلو له بریدونو هېڅوک هم خوندي نه دي، چارواکي یوازې پېښې غندي، خو پر وړاندې یې هېڅ اقدام نه‌کوي.

لیکوال سپارښتنه کوي چې په ملکیانو بریدونه باید جدي ونیول شي، ځکه د لیکوال په اند، د ملکیانو پر وړاندې د اوسني تاوتریخوالي زیاتوالي لامل د پخواني تاوتریخوالي نه سترګو پټوالی وو.

په پای کې سپارښتنه شوې چې نړیواله ټولنه باید په جګړه کې ښکېلو خواوو باندې فشار راوړي، څو د ملکیانو ژوند ته احترام ولري او ورته پېښې بیا تکرار نه شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په تېرو شلو کلونو کې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ د ملي امنیتي ځواکونو تشکیل له مهمو لاس ته راوړنو بللی.

په سرمقاله کې د تنظیمي جګړو پرمهال د پاکستان په توطیه د پخوانۍ ملي اردو ړنګېدو ته اشاره شوې چې د لیکوال په اند د ځینو تنظیمي قراردادیانو په وسیله پاکستان افغان مسلکي او باتجربه اردو ړنګه او له منځه یې یوړل شو.

لیکوال له اوسنۍ اردو د ملاتړ ترڅنګ ټینګار کوي، دم ګړۍ افغان ملي او امنیتي ځواکونه له وسله والو سره په مبارزه بوخت دي او له خپلې خاورې دفاع کوي چې باید ننګه یې وشي.

د سرمقالې لیکوال له حکومته غواړي چې ملي اردو ښه تجهیز کړي او همدا شان په افغان ملي سوداګرو غږ کوي چې د ملي اردو د قربانیانو له کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.

  • صبح کابل ورځپاڼه

صبح کابل ورځپاڼې لیکلي، دا چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه د وتلو په درشل کې دي چې ورسره تاوتریخوالی هم زیات شوی او زیاتره قربانیان یې ملکیان دي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، اوس چې افغان ځواکونو په فعال دفاعي حال کې دي دا د جګړې لوري ته بدلونه نه شي ورکولی.

لیکوال سپارښتنه کوي، افغان ځواکونه باید له فعال دفاعي حالت را ووځي او فعال تهاجمي حالت خپل کړي.

د سرمقالې پای کې راغلي، له دې سره دې افغان حکومت د سولې لپاره په سیمه کې په فعال ډیپلوماسۍ هم کار وکړي، څو نړیوالو او د افغانستان شریکانو ته قناعت ورکړي، چې له سولې پرته بله لاره نشته.

XS
SM
MD
LG