د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

امریکا د کرونا واکسینونو د تولید لپاره د معنوي مالکیت له حقه تیریږي


ارشیف
ارشیف

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې پرون چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) اعلان وکړ چې د کووېډ – ۱۹ ضد واکسینونو د تولید لپاره د معنوي مالکیت د حق له خوندیتوبه تیریږي، څو د کرونا وبا پر وړاندې هڅې ګړندۍ شي.

د سوداګرۍ لپاره د امریکا استازې کاترین تای Katherine Tai په یوه بیان کې د واشنګټن دغه دریځ داسې مهال اعلان کړ چې د نړیوالې سوداګرۍ ټولنه د نړیوالۍ سوداګرۍ د قوانینو د نرمېدو په اړه خبرې کوي، څو ډېر هېوادونه وکولی شي چې د ژوند ژغورلو واکسینونه تولید کړي.

تای وویل، اداره یې له معنوي مالکیت څخه په قوي ملاتړ باور لري، خو د دې لپاره چې د دغې وبا ټغر ټول شي، په استثنایي توګه د کووېډ -۱۹ ضد واکسینونو د تولید ملاتړ کوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانم ګیبریسیوس د امریکا دغه اعلان د کووېډ – ۱۹ په وړاندې د مبارزې یوه نه هیرېدونکې شېبه بللې، خو د درملو د تولیدونکو شرکتونو او ټولنو نړیوال فدراسیون ویلي چې دغه اقدام به د کووېډ – ۱۹ ضد واکسینونو تولید زیات نه کړي.

د دغه فدراسیون په وینا دا ځکه چې دې برخه کې سیسټم پیچلی دی.

XS
SM
MD
LG