د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

له ایران سره د اټمي تړون په اړه د خبرو درېیم پړاو پای ته ورسېد


د ایران د اټمي تړون په اړه په وینا کې غونډه
د ایران د اټمي تړون په اړه په وینا کې غونډه

له ایران سره د ۲۰۱۵ م کال د اټمي تړون غړو هېوادونو د شنبې په ورځ په وینا کې د خبرو درېیم پړاو پای ته ورساوه. دا خبرې د دې لپاره دي چې د امریکا متحده ایالات او ایران بېرته د دې اټمي تړون بشپړ عملي کېدو ته ستانه شي.

د چین، جرمني، فرانسې، روسیې، بریتانیا، ایران او د امریکا متحده ایالاتو لوړپوړو چارواکو ویلي چې په ویانا کې د ایران د اټمي تړون په اړه خبرې یې د مې تر اوومې نېټې پورې پای ته رسولې دي.

د فرانسې، جرمني او بریتانیا ډیپلوماتانو د دې درېیم پړاو خبرو په اړه ویلي چې ډېرې ورو مخته تللې دي.

د دې درې واړو اروپايي هېوادونو ډیپلوماتانو په یوه شریکه اعلامیه کې ویلي "موږ ډېر کار او لږ وخت درلود، خو د دې پر خلاف موږ تمه درلوده چې دې اوونۍ کې به ډېر پرمختګ وکړو."

چارواکو ویلي، دوی هیله لري چې د مې تر ۲۱مې نېټې پورې به یو جوړجاړي ته ورسېږي. په دې نېټه د ایران د اټمي فعالیتونو د څار په اړه د تهران او د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې د ادارې ترمنځ شوې هوکړه پای ته رسېږي.

اروپايي ډیپلوماتانو د ویانا د خبرو په اړه خپل بیان کې ویلي "موږ لا هم باید په ډېرو مهمو مسئلو سره پوهاوي ته ورسېږو. تر اوسه بریالیتوب په هېڅ معنی نه‌دی تضمین شوی، خو ناممکن هم نه‌دی."

دا خبرې د هواري د یوې داسې طرحې په جوړولو راڅرخي چې واشنګټن پر ایران بندیزونه لیري کړي او تهران بېرته پر خپل اټمي پروګرام محدودیتونو ته غاړه کېږدي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د اټمي تړون په اړه د ایران د مرکچي پلاوي مشر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د اټمي تړون په اړه د ایران د مرکچي پلاوي مشر عباس عراقچي

د ویانا په خبرو کې د ایران د مرکچي پلاوي مشر او د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي تکرار کړې چې دوی تمه لري د امریکا متحده ایالات به د ایران پر بېلابېلو سکټورونو بندیزونه لیرې کړي. په دې کې د تېلو او بانکونو د سکټورونو په شمول پر ځینو افرادو او ایراني ادارو د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه شامله ده.

عراقچي خبریالانو ته ویلي "په حقیقت کې لوی اختلافونه شته، خو دا چې یو څه پرمختګ هم شوی موږ به راتلونکې اوونۍ خبرو ته دوام ورکړو." نوموړي زیاته کړې، تر هغې به خبرې وکړي چې "د دواړو لورو دریځونه نږدې شي" او د ده په وینا "غوښتنې یې ومنل شي."

تر دې مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ویلي وو، خبرې داسې ځای ته رسېدلي چې وضاحت په‌کې نه‌شته، خو نوموړي د جمعې په ورځ په یو امنیتي غونډه کې وویل "د ایراني لوري په شمول د ټولو لورو ترمنځ د بندیزونو د لیرې کېدو او بېرته د ایران اټمي تړون د ستنېدو په موخه جدي خبرو ته لېوالتیا" شته.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار په اداره کې د روسیې استازي میخایل اولیانوف خبریالانو ته ویلي په راتلونکو ورځو کې د کوم لوی پرمختګ تمه نه‌کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، غواړي له ایران سره هغه اټمي تړون ته ستون شي چې تر نوموړي مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ترې امریکا ایستلې وه او پر تهران‌یې بېرته بندیزونه لګولي وو.

د ایران نطنز اټمي تأسیسات
د ایران نطنز اټمي تأسیسات

ایران د ۲۰۱۹ م کال راهیسې له اټمي تړون د امریکا د وتلو په غبرګون کې ډېر هغه محدودیتونه مات کړي چې د دې تړون له مخې د ایران پر اټمي پروګرام لګول شوي.

XS
SM
MD
LG