د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

ارزانه توکي؛ ترکمنستان د دولتي پلورنځیو مخې ته پر کتارونو بندیز ولګاوه


د کوپون اخیستو ته ولاړ پیرودونکي
د کوپون اخیستو ته ولاړ پیرودونکي

چارواکو د ترکمنستان په ختیځ کې پراته ترکمن اباد ښار کې خلکو ته لارښونه کړې چې له څلورو کسانو زیات د پلورنځیو مخته ونه درېږي.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې چارواکو ویلي، که د دغو دولتي پلورنځیو مخته څوک له لګول شوي بندیزه سرغړونه وکړي، له کتاره ایستل کېږي او ممکن بندي هم شي.

دغه ګام بیا مخالفان هم لري. د حکومت منتقدانو او د بشري حقونو ملاتړو ویلي، د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف خپل مخالفان ځپي او په پټه یې د حکومتوالۍ په بڼه کې بدلونونه هم راوستلي دي.

محمدوف هم اوس پلرنی کار مخته وړي او هغه دا چې لومړني مواد د کوپون په بدل کې په کمه بیه په خلکو پلوري.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف خپل مخالفان ځپي
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف خپل مخالفان ځپي

له دې کاره د نوموړي هدف دا دی چې خپل اقتدار پياوړی کړي.

ترکمنستان کې خلک له اقتصادي بحران او خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي او هره ورځ د هغو کسانو شمېر زیاتېږي چې په کوپون د موادو اخېستو ته اړتیا لري.

د دولتي پلورنځیو مخو ته کتارونه د خلکو د اړتیا څرګندونه کوي، داسې حال کې چې دا پلورنځي د سهار له خوا یوازې له شپږو تر اتو بجو پرانيستي وي.

هر پيریدونکی کولای شي په میاشت کې له دغو پلورنځیو یو لیتر غوړي، یوه کيلو بوره او یوه کیلو وریجې واخلي.

دا پلورنځي کله نا کله هګۍ او د چرګانو غوښه هم پلوري.

د همدې روانې میاشتې په پيل کې نژدې زر کسان په مري ښار کې څو ساعته د یوه پلورنځي مخې ته په تمه و چې څو څو کیلو کنګلي غوښه واخلي.

د یو کیلو دغې غوښې بیه ۳۶ مناته یا لس ډالره ده.

د راپورونو له مخې له تېرو څو میاشتو راهیسې ترکمنستان کې خلک د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.

دا پلورنځي کله نا کله هګۍ او د چرګانو غوښه هم پلوري
دا پلورنځي کله نا کله هګۍ او د چرګانو غوښه هم پلوري

دغه هېواد کې خلک مجبوره شوي چې له دولتي پلورنځیو اضافي شیان، لکه د ولسمشر بردي محمدوف عکسونه هم واخلي.

ترکمنستان که څه هم د طبیعي ګازو د سرچینو له اړخه د نړۍ په کچه څلورم هېواد دی، خو له څو کلونو راهیسې یې اقتصاد ټکنی شوی دی.

که څه هم دغلته چارواکي اقتصادي بحران او دغه راز د کرونا وبا شتون نه مني، خو د راپورونو له مخې، کرونا پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغیز کړی دی.

په همدې حال کې د بشري حقونو ملاتړې ډلې وایي، ولسمشر محمدوف، خپل خپلوان او ملګري یې د خلکو د عام ژوند ټول اړخونه کنټرولوي او په شخصي ژوند کې یې هم لاسوهنه کوي.

XS
SM
MD
LG