د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

ترکیه امریکا ته: مخکې له دې چې د ډله ییزې وژنې تور پورې کړئ هینداره کې وګورئ


ارشیف، د ترکیې ولسمشر اردوغان او د امریکا ولسمشر جو بایډن
ارشیف، د ترکیې ولسمشر اردوغان او د امریکا ولسمشر جو بایډن

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا د عثماني امپراطورۍ په دوره کې د ارمنیانو د ډله ییزې وژنې په رسمیت پېژندل په له غوسې ډکه لهجه وغندل او ویې ویل چې دغه اقدام به د دواړو هېوادونو پر اړیکو ویجاوړنکی اغېز وکړي.

پرون دوشنبه (د غويي ۶مه) د کابينې تر غونډې وروسته اردوغان په یوه ټلوېزیوني وینا کې بایډن ته په خطاب کې وویل، مخکې له دې چې پر ترکیې د ډله ییزې وژنې تور پورې کړئ په هینداره کې وګورئ. د اردوغان اشاره د امریکا د میلیونونو اصلي اوسیدونکو وژنې ته وه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۲۴مه د تېرې یکشنبې په ورځ د یوه رسمي بیان په خپرولو د لومړنۍ نړیوالې جګړې پر مهال او د عثماني امپراطورۍ په وروستیو ورځو کې د ارمنیانو ډله ییزې وژنې او د هغوی شړلو ته د ډله ییزې وژنې نوم ورکړ.

نوموړی د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې دې پېښې ته دا نوم ورکوي.

دا هغه ورځ ده چې هر کال د هغو په زرګونو روڼ اندو ارمنیانو یاد تازه کېږي چې د ۱۹۱۵ میلادي کال د اپریل په ۲۴ مه له عثماني امپراطورۍ سره د دښمنۍ په تور ونیول شول.

د امریکا مخکینیو ادارو د دې لپاره چې د ناټو متحده ترکیه را ونه پاروي، له لسیزو راهیسې له دې ډډه کړې وه چې دې پېښې ته د ډله ییزې وژنې کلمه وکاروي.

ارمنیان او ډېری تاریخ پوهان وایي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې او له هغې وروسته به شااوخوا یو نیم میلیون ارمنیان وژل شوي وي. خو انقره دغه تورونه بې بنسټه بولي.

ولسمشر اردوغان دغه راز وویل، شااوخوا یو میلیون ترکان او کُردان هم د ارمن ټبرو ډلو له خوا په ډله ییزه توګه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG