د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د امریکا مرستې؛ افغان حکومت یې د هرکلي ترڅنګ د همکارۍ د دوام ژمنه وبلله


ارشیف
ارشیف

وروسته له دې چې تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د درې سوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ، د افغانستان حکومت یې هرکلی وکړ او دا مرسته یې له افغانستان سره د امریکا د همکاریو د دوام ژمنه یاده کړه.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه پال تېر ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د امریکا د متحده ایالاتو دا مرستې د افغانستان د حکومت او خلکو سره د اوږدمهاله ژمنو ښکارندویې کوي. سره له دې چې له افغانستانه د امریکا پوځي حضور کمېږي، خو اقتصادي مرستې به یې ټولو برخو کې د افغانستان له خلکو او حکومت سره دوام ولري."

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه پال
د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه پال

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم که څه هم د امریکا د دغې مرستې څخه ناخبري وښوده، خو زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک عموماً هغې بې غرضې همکارۍ ته چې د خلکو درد دوا کړي، اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: "هغه همکارۍ چې د ملت په نامه ټولېږي او یا راځي، دلته بیا حیف و میل کېږي، لکه څنګه چې له بده مرغه په همدې شلو کلونو کې وشول. زموږ خلک او زموږ ملت دې ډول همکارۍ ته اړتیا نه لري."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېر ماښام د دې مرستې په اعلانولو سره وویل چې د امریکا حکومت له کانګرس سره کار کوي چې د افغانستان لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره ملکي مرسته برابره کړي.

انتوني بلېنکن وویل چې د امریکا پخوانۍ ادارې دغې مرستې ته د سولې په خبرو کې د پرمختګ شرط ایښی وو.

د دې مرستې پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن څو ورځې دمخه اعلان وکړ چې د سېپټمبر تر ۱۱ مې نېټې پورې به خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.

ولسمشر بایډن د دې اعلان پرمهال وویل چې واشنګټن به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو او د ښځو او نجونو د پیاوړتیا په ګډون ملکي مرستو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

انتوني بلېنکن ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې دا مرسته د افغانستان له خلکو سره د دوامداره ملاتړ ښودلو لپاره کېږي.

بلېنکن زیاتوي چې دا مالي مرسته د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره کېږي او په هغو برخو کې به ولګېږي چې ملکي افغان اساسي خدماتو ته لاسرسی ومومي.

دا پیسې به پر اقتصادي پیاوړتیا، له اداري فساد سره پرمبارزې، د ښځو پیاوړتیا او پرمختګ، مدني ټولنې، خپلواکو رسنیو او نورو پروګرامونو باندې ولګول شي.

دا ۳۰۰ میلیونه ډالرد هغه ۶۰۰ میلیونه ډالرو یوه برخه ده چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په تېر نوومبر کې په نړیوال کنفرانس کې ژمنه کړې وه، خو نیمایي برخې ته یې د قطر په خبرو کې د پرمختګ شرط ایښی وو. هغه خبرې چې اوس ټکنۍ شوي دي.

تمه وه د افغانستان د سولې په اړه د استانبول غونډه په روانې اوونۍ کې شوی وای، خو طالبانو په کې د ګډون چمتووالی ونه ښود.

XS
SM
MD
LG