د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

پکتیا کې نږدې ۲۰ تولیدي کارخونې او مؤسسې تړل شوي


پکتیا کې یوه صنعتي کارخونه
پکتیا کې یوه صنعتي کارخونه

پکتیا کې نږدې ۲۰ تولیدي کارخونې او مؤسسې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوې دي. پانګوونکي وایي د کورنیو محصولاتو نه‌ملاتړ او ورسره د کرونا وبا پراخېدا پاتې هغه هم د درېدو له ګواښ سره مخامخ کړې دي.

صدیق خان د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ټوکر اوبدنې کارخونه چې لسګونه کسان په‌کې د ټوکرو په تولید بوخت دي، د یوې مناسبې پانګې په لګولو جوړه کړې ده، خو وایي هغسې ونه‌چلېده چې زړه‌یې و او نوره‌یې پرانیستې نه‌شي ساتلی.

صدیق خان وايي: "زموږ کارخانه ځکه سقوط شوه چې بهرني تولیدات زیات و، زموږ تولیدات چا نه‌اخیستل، بل د برق موضوع چې اوس حل شوه او بله دا د پارک صنعتي موضوع ده، موږ ته چا توجه نه‌کوله، د بانکونو مشکل ډېر زیات دی چې موږ ته چا قرضه نه‌راکوله."

فضل‌الدین جلالزی د پکتیا یو بل پانګه‌وال او د صنعت او کانونو په چارو کې د پانګه‌والو استازی دی.

فضل‌الدین هم د ګڼو نورو پانګه‌والو ډلې ته ورګډ شوی چې فابریکې یې پرچاو شوې دي.

پکتیا کې د صنعتي پارک لومړنۍ رغنیزې چارې
پکتیا کې د صنعتي پارک لومړنۍ رغنیزې چارې

د فضل‌الدین بله فابریکه‌یې هم داسې نه‌چلېږي چې په ګټې پورې یې زړه وتړي: "پکتیا کې تر ۵۰ پورې فابریکې فعالې دي، هغه هم بالکل نیمه فعالې دي او یا ډېر په بد وضعیت کې دي، بازارونه نه‌شته، خام مواد نه پیدا کېږي، بند شوي شرکتونه ډېر زیات دي چې له جملې یې یو زما هم بند شوی دی."

جلالزی وایي نږدې یوه نیمه لسیزه وشوه چې د صنعتي پارک د جوړېدو ژمنه شوې، خو هماغسې ژمنه پاتې شوه. صنعتي پارکونه د نورو ترڅنګ، تولیدي کارخونو او مؤسسو ته د برېښنا په چمتو کولو کې هم مرسته کوي.

چارواکي وایي په یوه کال کې ۱۸ تولیدي مؤسسې پرچاو شوي، خو څه باندې دوه هومره نورې یې لا هم چلېږي چې تر یو نیم زرو تولیدوونکي او تخنیکي کارکوونکي په‌کې بوخت دي.

والي حلیم فدايي د دغو ننګونو د غوڅېدو لپاره د پلان خبره کوي چې ځینې یې همدا اوس په پلي کېدو دي.

صنعتي پارک چې ډېر صنعتکاران‌یې نشتوالی په لویو خنډونو کې بولي، کار پرې د والي په وینا ژر پیلېدونکی دی.

ښاغلی فدایي د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې د ځمکني ټرانزیت او د کابل او خوست له هوایي ډګرونو د هوایي لېږد ژر پیل بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي امکانات بولي چې د ده په باور د فابریکو د پرچاوېدو خطر راټیټوي.

هغه پانګه‌والو ته په ولایتي کچه د پورونو اسانتیا یو خنډ وباله، خو وایي دا ستونزه د حل لارې هم لري: "په پکتیا کې پانګه‌وال ډېر نه‌شته، بانکونه ډېر باصلاحیته نماینده‌ګۍ نه‌لري، اما د پکتیا پانګه‌وال کولای شي چې له مرکزي بانکونو د شرایطو پوره کولو وروسته قرضه واخلي."

د پکتیا والي محمد حلیم فدايي
د پکتیا والي محمد حلیم فدايي

په طرح شوي صنعتي پارک کې نږدې ۶۰۰ تنو غوښتنلیکونه سپارلي چې په دغه ولایت کې پانګونې ته د لېوالتیا څرګندویي کوي، خو غوښتونکي وایي له یوې نیمې لسیزې وروسته ورته ځمکې وېشل شوې نه‌دي.

دوی اندېښمن دي چې دا او دغه‌راز د کرونا وبا پراخېدا ښایي د ولایت دا پاتې تولیدي مؤسسې هم له څرخېدو راوګرځوي.

XS
SM
MD
LG