د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

جرمني له افغانستانه د جولای تر ۴مې د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه خبرې روانې کړي


ارشیف، افغانستان یو شمېر جرمني سرتېري
ارشیف، افغانستان یو شمېر جرمني سرتېري

د جرمني دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې شاملو د دې تړون د نورو متحدانو له پوځي پلان جوړوونکو سره خبرې روانې دي چې د جولای تر څلورمې پورې نړیوال ځواکونه له دې هېواده ووځي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې که پر دې موافقه وشي، نو به له ټاکلې نېټې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره ټاکل شوې، څه باندې دوه میاشتې مخکې د ناټو په مشرۍ نړیوال ائتلاف ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې ټول امریکایي ځواکونه به د روان ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو د نېټې د اعلان پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو د نېټې د اعلان پر مهال

د جرمني د دفاع وزارت ویاند ډېوېډ هیلمبولډ په برلین کې خبریالانو ته وویل چې په کابل کې د غوځ ملاتړ مأموریت په قوماندانۍ کې په دې اړه خبرې اترې روانې دي چې که د ځواکونو د وتلو بهیر رالنډ شي.

ښاغلي هیلمبولډ وویل، د ځواکونو د وتلو لپاره د جولای پرڅلورمې غورکیږي. د هغه په وینا په دې اړه یې د خپل هیواد پارلمان ته هم خبرورکړی دی.

د جرمني پارلمان څو میاشې مخکې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو مأموریت یو کال نور تمدید کړی و.

ناټو د روانې میاشتې په پیل کې موافقه کړې وه چې له امریکایي ځواکونو پرته په افغانستان کې دېره شاوخوا اووه زره سرتېري به له افغانستانه وباسي، خو دقیقه نېټه‌یې نه‌وه ښودلې.

د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو وزارت غونډه
د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو وزارت غونډه

جرمني چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې شاوخوا ۱،۱۰۰ سرتېري لري، هیله څرګنده کړې چې د اګسټ میاشتې تر نیمایي پورې به خپل ټول ځواکونه له دې هېواده وباسي.

د جرمني د دفاع وزارت ویاند ښاغلي هیلمبولډ دغه‌راز وویل، متحدان پر دې غور کوي چې که ټول ځواکونه له وخته مخکې وباسي څه ستونزې به رامځنته او څه نتیجې به ولري.

XS
SM
MD
LG