د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۳

په افغانستان کې روان اقتصادي او بشري وضعیت ترڅه حده د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو پر رواني وضعیت اغیزکړی؟


په افغانستان دننه یو شمېر افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونې شکایت کوي چې هېواد کې وروستي اقتصادي او بشري وضعیت او پر دوی لګول شویو محدودیتونو له روحي او رواني فشارونو سره مخ کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې پخوانۍ کارکوونکې د کورنۍ یوه غړې وایي، هغه چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته بې دندې شوې، د بدو اقتصادي شرایطو له امله په ژور خفګان اخته شوې ده.

د کابل ښار د خیرخانې سیمې دې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د شبنې په ورځ د اکتوبر په ۲۵ ازادي راډیو ته وویل: "هغه له وېرې بیا کورنیو چارو وزارت کې کارکولو ته لاړه نه. مېړه یې هم مخکې هلته په یو لوړ بست کې کار کاوه، خو د هغه پر ځای د اسلامي امارت( طالبانو) کسان ځای پر ځای شول او دی هم بې کاره شو. دا دومره وخت یې د خپل کور وسایل خرڅول ځکه درې ماشومان لري او نور ورته له اقتصاده څه پاتې نه دي. خاوند یې اوس کراچۍ باندې ترکاري پلوري خو وضعیت یې ډېر بد دی. دا مېرمن اوس په ژور خفګان اخته شوې او بد حالت کې ده."

د کابل د تایمنیو سیمې یوه اوسېدونکې چې دې هم نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د ګڼو نورو ننګونو تر څنګ د نجونو پر زده کړو بندیز هم ګڼې زده کوونکې او محصلینې له روحي رواني فشارونو سره مخ کړي دي.

دې هم په همدې ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کورنۍ ځینې نجونې او خپلوانې یې له همدې وضعیت سره مخ دي: "له بده مرغه نږدې کسانو او ملګرو کې مې داسې کسانې ډېرې دي چې په مستقیمه توګه د دې محدودیتونو له امله زیانمې شوې دي او پر کار او زده کړو بندیزونه او د راتلونکې نه روښانتیا د دې لامل شوي چې ډېری یې په رواني عصبي فشارونو، تشویش او ژور خفګان او ان ځینې وخت په قوي اختلالاتو اخته شي."

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېینټ د اکتوبر په لسمه د رواني روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي وو چې افغانستان د رواني روغتیا له پراخ بحران سره مخ دی په ځانګړي ډول د دې هیواد میرمنې او نجونې.

خو دا یوازې افغان نجونې او ښځې نه دي، بلکې یوشمیر نارینه هم چې بې وزلي او بیکاره دي او نشي کولای د کورنیو مصارف او اړتیاوې پوره کړي، په ژور خفګان اخته شوي دي.

دا دوه درې کاله مې ډېره ورسره مرسته وکړه، خو زما هم هېڅ کار اوبار سم نه دی، اوس هغه ان داسې حالت ته تللی چې د اعصابو درمل اخلي

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د شنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۵ مه ازادي راډیو ته وویل، مشر ورور یې چې د لسو ماشومانو پلار دی، د بې کارۍ او فقر له امله په شدید عصبي تکلیف او ژور خفګان اخته شوی دی.

ده وویل: "زما خپل یو ورور چې ۹ لورګانې او یو کوچنی زوی لري، په دې ناروغي اخته شوی. موږ چې هر څومره ډاډ ورکوو، خو وطن کې غریبي ده، دا دوه درې کاله مې ډېره ورسره مرسته وکړه، خو زما هم هېڅ کار اوبار سم نه دی، اوس هغه ان داسې حالت ته تللی چې د اعصابو درمل اخلي. همدا اوس مې هم د خپلې وسې سره یو څه د اعصابو درمل ورته واخیستل. دلته زما د ورور په ګډون ډېر خلک په دې ستونزو اخته شوي، د ورځې وځي خو بیا هم د شپې خوراک ته حیران وي ."

د یادونې ده چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال اګسټ راهیسې له هغه مهاله چې پر افغانستان واکمن شوي، پر افغانانو په ځانګړي ډول پر نجونو او ښځو ګڼ محدودیتونو لګولي دي.

دوی یې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو راګرځولي دي او ان په طبي انسټیټوتونو کې هم نجونو ته د زده کړو اجازه نشته. دغه شان یې ښځې هم په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې له کاره راګرځولي دي.

همدارنګه سینګارځایونه یې ورتړلي دي او له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر اجازه نه ورکوي.

دې بندیزونو هغه ښځې ډیرې اغیزمنې او زیانګالې کړي چې د کورنۍ نارینه سرپرستان نه لري او دوی یې نفقه ګټونکې وې.

ان هغه کورنۍ چې نارینه سرپرستان هم لري بې روزګاري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ډیری طبعي پېښو هم ځپلي دي. د چا کورونه زلزو وران کړي او د چا هم سیلابونو وړي دي.

دې خلکو ته مو سپارښتنه دا ده چې دوی هڅه وکړي تل د خپلو احساساتو اړوند خبرې وکړي. په دې هم پوه شي چې د نا هیلۍ احساس دایمی نه دی، بلکې کله چې خلک له دې ډول احساساتو سره مخ کېږي، باید ژر تر ژره ارواپوه یا د رواني ستونزو د حل مشاور ته مراجعه وکړي

د رواني روغتیا متخصین او ارواپوهان وايي چې رواني ناروغیو په دې په وروستیو کې شدت موندلی خو دوی ته د ناروغانو مراجعه د تېر پرتله د فیس نه لرلو له امله کمه شوې ده چې د دوی په خبره، له دې امله دا کسان له لا زیات له انزوا سره مخ دي.

له دې ډلې د رواني روغتیا متخصص او ارواپوه ډاکتر عبدالمتین احمدي ازادي راډیو ته وویل: " دې خلکو ته مو سپارښتنه دا ده چې دوی هڅه وکړي تل د خپلو احساساتو اړوند خبرې وکړي. په دې هم پوه شي چې د نا هیلۍ احساس دایمی نه دی، بلکې کله چې خلک له دې ډول احساساتو سره مخ کېږي، باید ژر تر ژره ارواپوه یا د رواني ستونزو د حل مشاور ته مراجعه وکړي، چې حرفوي حل لاره ومومي. بل ځانونه دې پر ورزش، مطالعې او نورو مثبتو چارو بوخت کړي."

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه چې دا مهال په افغانستان کې په راوني ناروغیو څومره کسان اخته دي او د درملنې یې څه امکانات شته، د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو مخکې یې ویلي وو چې د افغانستان په څیرهیوادونه چې لسیزو جګړو پرې پراخې اغیزې پرېښي د رواني روغتیا له بحران سره مخ وي.

د یادونې ده چې مخکې په افغانستان کې په ژور خپګان د ماشومانو د اخته کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) مخکې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د پنځو او ۱۷ کلونو ترمنځ په هرو څلورو ماشومانو کې یو له اندېښنې او ویرې څخه رنځ وړي او په هیواد کې له هرو اوو ماشومانو څخه یو یې شدید خپګان تجربه کوي.

د ا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو اچ او) د روان لمریز کال په غویي میاشت کې په یو راپور کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و، سره له دې چې ډېری افغانان ژورخفګان، اضطراب، روحي فشارونو او بېلابېلو رواني ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي، د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ډیری روغتونونه لاهم ځانګړي رواني خدمتونه نه لري داسې مهال چې د دغه سازمان په خبره په ملیونونو خلک د لسیزو جګړو، بې ځایه کیدو، طبیعي پیښو او اقتصادي ننګونو له امله له رواني روغتیا سره مبارزه کوي.


XS
SM
MD
LG