د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د ناوالنۍ ډاکټرانو د زندان مخې ته ورځ تېره کړه، خو بیا هم ور پرېنښودل شول


د ناوالنۍ ډاکټران
د ناوالنۍ ډاکټران

د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ ډاکټرانو د سې شنبې (د وري ۳۱مه) ورځ د هغه زندان مخې ته تېره کړه چې ناوالنۍ په کې بندی دی.

یو شمېر ډاکټران پرون له هغه زندانه تش لاسونه ستانه شول چې د کرملین سرسخته منتقد الکسي ناوالنۍ هلته شپې ورځې په بند کې تېروي.

ناوالنۍ له درې اوونۍ نه خوړ اعتصاب وروسته د یکشنبې په ورځ د مسکو په ختیځ کې یو سل او اتیا کیلومتره لېرې زندان ته ولېږدول شو.

د ده مدافع وکیلې او همکاران وایي، د ناوالنۍ روغتیایي صحت په خرابېدو دی.

د ناوالنۍ شخصي ډاکټرې انستازیا واسیلییفا چې د ولادیمیر زندان ته نژدې د یو شمېر روغتیا پالانو مشري کوله، وویل، څو ساعته انتظار شول خو دوی ته یې اجازه ورنه کړه چې ناوالنۍ په زندان کې وګوري.

د ناوالنۍ شخصي ډاکټرې انستازیا واسیلییفا
د ناوالنۍ شخصي ډاکټرې انستازیا واسیلییفا

نوموړې وویل: "دلته یو ډاکټر، د طب دوه پروفیسران او د اعصابو یو ډاکټر له موږ سره دي. یوه ته یې هم اجازه ورنه کړه چې له خپل ناروغ سره وګورو. د سهار له نهو انتظار یوو. خاورې او دوړې دي، په حقیقت کې زموږ مسلک ته ښکاره بې احترامي ده."

ناوالنۍ چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت مخالف دی د مارچ په ۳۱مه وروسته تردې د نه خوړو اعتصاب پيل کړ چې اجازه یې ورنه کړه چې خپلو ډاکټرانو ته د ملا د درد او د پښو د بې حسۍ په خاطر وویني.

د ولادیمیر زندان مسوولین وایي، د ناوالنۍ لپاره هر راز روغتیایي اسانتیاوې برابرې شوي دي او د هغه روغتیایي وضعیت د اوس لپاره ښه دی.

ناوالنۍ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت مخالف دی
ناوالنۍ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سخت مخالف دی

خو د ناوالنۍ مدافع وکیله، اولګا میخایلوفا خبریالانو ته پرون وویل چې موکل یې ډېر ډنګر شوی او روغتیاپالان نه دي توانیدلي چې د هغه سمه درملنه وکړي.

ناوالنۍ تېر کال د اګسټ په میاشت کې د نوویچوک په نوم په زهرجنو موادو مسموم شو بیا د درملنې لپاره جرمني ته ولاړ او تر درملنې وروسته سږ کال په جنوري کې روسیې ته ستون شو، خو د مسکو په هوایي ډګر کې ونیول شو او زندان ته یې واستاوه.

د روسیې حکومت د ناوالنۍ په مسمومېدو کې له خپل لوري هر راز لاس لرل ردوي او هغه یې تورن کړی دی چې د اختلاس په تور د پخواني توقیف مقررات یې تر پښو لاندې کړي دي، دا تور بیا هر وخت ناوالنۍ رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG