د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

فرانسې خپلو وګړو او کمپینو ته ویلي په مؤقتي ډول دې له پاکستانه ووځي


ارشیف، پاکستاني مظاهره چیانو د فرانسې بیرغ ته اور اچولی
ارشیف، پاکستاني مظاهره چیانو د فرانسې بیرغ ته اور اچولی

له میاشتو راهیسې د اسلامي نړۍ هېوادونه د فرانسې هغو څرګندونو په قهر کړي چې وایي، د اسلام پیغمبر ته منسوب کارېکاتورونو د خپراوي برخه کې د یوې فرانسوۍ مجلې د حق ملاتړ کوي.

د دغو اعتراضونو په دوام د روانې اوونۍ په پیل کې زرګونه پاکستاني اسلامپالي د دوی د یوه مشر د نیول کېدو له کبله د پاکستاني پولیسو سره ونښتل، دغه نیول شوي کس له پاکستانه د فرانسې د سفیر د ایستلو غوښتنه کوله.

په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت پرون د اپریل په ۱۵ مه پاکستان کې فرانسوي وګړوته په یوه برېښنا لیک کې وویل: "پاکستان کې د فرانسې ګټو ته د جدي خطر د ګواښ له کبله فرانسوي اتباعو او کمپنیو ته سپارښتنه کېږي چې په مؤقتي ډول له هغه هېواده ووځي."

برېښنالیک کې راغلي چې دا کسان به په موجودو تجارتي الوتکو کې انتقال شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد پرون پنجشنبه (د وري ۲۶مه) خبریالانو ته وویل چې د دې هېواد پولیس د وضعیت د کنټرولولو وړتیا لري او زیاته یې کړه چې ټول فرانسوي وګړي په دې هېواد کې خوندي دي او هېڅ ګواښ ورته متوجه نه دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد

فرانس پرېس خبري اژانس راپور وکړی چې په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت شااوخوا ته نورامنیتي پرسونل ځای پرځای شوي او د دیوال مخته یې کانټینرونه د دفاعي سپر په توګه ایښودل شوي دي.

تردې یوه ورځ دمخه د پاکستان حکومت پر یوې تُندلاري اسلامپالي ډلې تحریک لبیک پاکستان چې د دغه تاوتریخوالي او اعتراضونو مشري کوي، د بندیز اعلان وکړ.

د تحریک لبیک پاکستان یا 'TLP' مشر سعد رضوي د اپریل په ۱۲مه لاهور ښار کې ونیول شو. تر دې اقدام وروسته د رضوي پلویان د پاکستان په ټولو ښارونو کې سړکونو ته راووتل.

په دغو ناندریو کې د اپریل په ۱۳مه نېټه په اسلام اباد کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول چې دوه یې پولیس افسران وو.

د تحریک لبیک پاکستان یا 'TLP' مشر سعد رضوي د اپریل په ۱۲مه لاهور ښار کې ونیول شو
د تحریک لبیک پاکستان یا 'TLP' مشر سعد رضوي د اپریل په ۱۲مه لاهور ښار کې ونیول شو

پولیس وایي، رضوي یې د دې هېواد د ترورېزم ضد قوانینو له مخې نیولی دی.

د 'TLP' زرګونه پلویان په نوومبر میاشت کې له پولیسو سره ونښتل او اسلام اباد ته تللې یوه لویه لاره یې ونیوله او پلازمېنې ته یې لار بنده کړه.

د ۲۰۲۰میلادي کال په سېپټمبر کې فرانسوي مجلې شارلي ابدو د اسلام پیغمبر حضرت محمد ته منسوب هغه کارتونونه خپاره کړل چې په دې هېواد کې یوه ښوونکي د بیان د ازادۍ په درس کې جوړ کړی وو، دغه ښوونکي وروسته په فرانسې کې د یوه اسلامپالي له خوا ووژل شو.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د دغه کارتون د خپرېدو د حق دفاع وکړه او پراخ غبرګونونه ورسره راپورته شول.

XS
SM
MD
LG