د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

ایران: د نطنز په اټمي تأسیساتو کې الکترونیکي ستونزې پیدا شوي


د نطنز اټمي تأسیسات
د نطنز اټمي تأسیسات

ایران نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) د نطنز په نوم خپلو اټمي تأسیساتو کې د یوې الکترونیکي ستونزې خبر ورکړ.

تردې یوه ورځ مخکې په دغو تأسیساتو کې نوي پرمختللي سنټرفیوژونه فعال شول چې د یورانیمو د پخولو پروسه لا چټکوي.

د ایران تر ټولو د خوندي اټمي تأسیساتو نطنز، د برېښنا د وېش شبکې په یوه برخه کې دا تازه پېښه داسې مهال کېږي چې ایران پرون شنبه په دغو اټمي تأسیساتو کې د پرمختللو سنټرفیوژونو د لګولو اعلان وکړ.

بل خوا د ایران او د نړۍ د پیاوړو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي تړون په اړه خبرې پیل شوي دي.

د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي وویل، وروستۍ پېښې مرګ ژوبله نه ده اړولې، نه یې هم هوا ککړه کړې خو زیاته کړې یې ده چې د نطنز د تأسیساتو د برېښنا شبکه یې اغېزمنه کړې ده.

د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي
د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي

کمالوندي، فارس او ایسنا خبري اژانسونو ته ویلي چې د دې پېښې علت څېړل کېږي چې وروسته به یې په اړه معلومات خپاره شي.

تېر لمریز کال د نطنز په اټمي تأسیساتو کې اور لګېدلی و چې حکومت هغه پېښه د ایران د اټمي پروګرام د شنډولو هڅه بللې وه.

هغه اورلګېدنه چې چاودنه هم ورسره مله وه، د دې سبب شوه چې ایران په دغو تأسیساتو کې د پرمختللو سنټرفیوژونو پر لګولو غور وکړي.

د نطنز په نوم اټمي تأسیسات چې تر ځمکې لاندې دي، د ایران د یورانیمو د پخولو یا غني کولو د پروګرام مهم ځای ګڼل کېږي چې د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې څارونکو پرې څارنه هم کړې ده.

پر دغو تأسیساتو د دې پېښې او نورو حملو شک پر اسرائیل کېږي چې د ایران سیمه ییز حریف ګڼل کېږي، خو اسرائیل په وار- وار دا تورونه رد کړي دي.

تهران په عین حال کې په تېر نوومبر میاشت کې د یوه ایراني ساینس پوه محسن فخریزاده مهابادي په وژنه کې هم اسرائیل دخیل بللی، دغه ساینس پوه لسیزې مخکې د ایران پوځي اټمي پروګرام پیل کړی و.

د تطنز اټمي تأسیسات
د تطنز اټمي تأسیسات

که څه هم اسرائیل د کومې حملې مسوولیت نه دی منلی، خو صدراعظم بنیامین نتانیاهو په وروستیو اوونیو کې په وار-وار ایران د خپل هېواد لپاره یو ګواښ بللی دی.

د نطنز په اټمي تأسیساتو کې تازه پېښه داسې وخت کېږي چې د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره د تهران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ هڅې پیل شوي دي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸میلادي کال کې له دغه تړونه د واشنګټن د وتلو او پر ایران بېرته د سختو بندیزونو لګولو اعلان وکړ.

په بدل کې ایران له ګڼو هغو محدودیتونو چې په تړون کې ورته ټاکل شوي وو، سرغړونه پیل کړه چې د یورانیمو د زېرمو لپاره د ټاکل شوېو حدودو ماتول هم په کې راځي.

XS
SM
MD
LG