د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د ایران اټمي پروګرام؛ عراقچي: د اټمي تړون غړیو هېوادونو سره خبرې ګټورې وې


د ایران د اټمي پروګرام مرکچي عباس عراقچي
د ایران د اټمي پروګرام مرکچي عباس عراقچي

د نړۍ د پنځو پیاوړیو هېوادونو استازیو له ایراني چارواکو سره د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو په نیت په ویانا کې غونډه وکړه.

د امریکا متحد ایالاتونه له دې تړونه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې بهر شول او پر ایران یې نور سخت بندیزونه ولګول.

د ایران د اټمي پروګرام مرکچي عباس عراقچي د ایران دولتي ټلوېزیون ته د سې شنبې (د وري ۱۷مه) په ورځ وویل چې د اټمي تړون د نورو غړیو هېوادونو، بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني او روسیې له استازیو سره خبرې ګټورې وې.

په ویانا کې د اټمي انرژۍ په نړیوال سازمان کې د روسیې استازي میخایل اولیانوف هم د خبرو پیلامه بریالۍ وګڼله.

د اټمي انرژۍ په نړیوال سازمان کې د روسیې استازي میخایل اولیانوف
د اټمي انرژۍ په نړیوال سازمان کې د روسیې استازي میخایل اولیانوف

تمه ده چې د دې پنځه سره هېوادونو استازي د جمعې په ورځ بیا غونډه وکړي.

اروپایي ډیپلوماتان د دوی ترمنځ منځګړیتوب کوي او هڅه کوي چې د امریکایي او ایراني چارواکو ترمنځ غیر مستقیم خبرو ته لار هواره کړي.

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن دې ته اشارې کړې ده چې دی به بېرته دا تړون چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترې وتلی و، را ژوندی کړي، خو د ښاغلي بایډن اداره وایي چې ایران باید لومړی د اټمي تړون شوې ژمنې پرځای کړي.

ایران بیا په ځواب کې د یورانیمو د غني کولو د کچې د لوړولو په شمول له خپلو ژمنو تدریجي په شا شوی دی.

جوبایډن به بېرته له ایران سره اټمي تړون چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترې وتلی و، را ژوندی کړي
جوبایډن به بېرته له ایران سره اټمي تړون چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترې وتلی و، را ژوندی کړي

تهران وایي، واشنګټن له تړونه سرغړونه کړې او بندیزونه یې لګولي دي نو لومړی ګام باید واشنګټن واخلي.

عراقچي د ایران دولتي رسنیو ته ویلي دي، تر هر څه مخکې د متحد ایالاتونو د بندیزونو لېرې کېدل د تړون د بیا را ژوندي کېدو لپاره ډېر ضروري دي او ایران دې ته چمتو دی چې د بندیزونو تر لېرې کېدو وروسته روانې هڅې ودروي او د تړون ټولې ژمنې به بیا پرځای کړي.

تر خبرو مخکې واشنګټن وړاندوینه کړې وه چې دا غونډه به سخته وي، تهران بیا دې غونډې ته نه خوشبیني ښکاره کړې وه او نه هم بدبیني.

تر پرونیو خبرو وروسته د اټمي انرژۍ په نړیواله اداره کې د روسیې استازي اولیانوف په ټویټر کې ولیکل، د متخصصینو په کچه دوه ډلې د بندیزونو د لېرې کېدو او اټمي مسایلو لپاره ګمارل شوي دي، څو واشنګټن او تهران د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو لپاره یو لړ ځانګړي اقدامات ترسره کړي.

د روسیې استازي په یوه بل ټویټ کې دا هم لیکلي دي چې د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو لپاره څه وخت ته اړتیا شته.

خو ده څرګنده کړې ده چې په دې وخت څوک نه پوهېږي.

XS
SM
MD
LG