د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د اروپايي ټولنې په منځګړیتوب مذاکرات؛ ایران او امریکا د اختلافاتو د حل تمه نه‌لري


ارشیف، ۲۰۱۵ کال کې د ایران د اټمي تړون په اړه د نړۍ د قدرتونو او له ایران سره د تړون کوونکو هېوادونو غونډه
ارشیف، ۲۰۱۵ کال کې د ایران د اټمي تړون په اړه د نړۍ د قدرتونو او له ایران سره د تړون کوونکو هېوادونو غونډه

ایران او د امریکا متحده ایالاتو ویلي، ډېره تمه نه‌کوي چې په هغو خبرو کې به چې د اروپایي ټولنې په منځګړیتوب نن پیلېږي، دواړه لوري د ایران د اټمي تړون په اړه پر اختلافاتو برلاسي شي.

دغه خبرې چې ټاکل شوې نن له غرمې وروسته په ویانا کې پیل شي، له هغې راهیسې چې په واشنګټن کې نوې اداره واک ته رسېدلې، د ایران د اټمي تړون پر سر د اختلافاتو د هواري لپاره د ایران او امریکا ترمنځ د مسقیمو هڅو ښکارندويي کوي.

واشنګټن ویلي چې خبرې به ستونزمنې وي او په دې اړه چې ایا یو مهم پرمختګ به په‌کې وشي، له تبصرې کولو یې ډډه کړې، خو تهران ویلي چې دغو خبرو ته نه خوشبین او نه بدبین دی او ټینګار یې کړی چې تر هغو به له خپله اړخه اقدامات ونه‌کړي ترڅو د بندیزونو د لیرې کولو لپاره‌یې واشنګټن غوښتنه نه‌وي منلې.

ټاکل شوې چې امریکایي او ایراني چارواکي په دغو خبرو کې چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون په اړه د بیا غور کولو لومړنۍ جدي هڅه بلل کېږي، ګډون وکړي. د اروپایي ټولنې چارواکي به د دوی ترمنځ د منځګړو رول لوبوي.

د ایران اراک اټمي تأسیسات
د ایران اراک اټمي تأسیسات

تهران او واشنګټن پر یو بل فشار راوستی چې لومړی دې مقابل لوری د دغه تړون ژمنې پر ځای کړي.

متحده ایالات په ۲۰۱۸ کال له دغه تړونه وتلی او پر ایران‌یې بېرته بندیزونه لګولي دي. تهران وایي، لومړی دې واشنګټن بندیزونه لیرې کړي، له هغې وروسته کولای شي چې د دغه تړون ژمنې عملي کړي.

نورتفصیل نوریاس نوري


په دغو خبرو کې د دغه تړون د ټولو لاسلیک کوونکو هیوادونو، بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې، متحده ایالاتو او ایران استازي ګډون کوي.

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي خبریالانو ته وویل، دوی په اوس وخت کې د دغې غونډې نتیجې ته نه خوشبین او نه هم بدبین دي، خو ډاډه دي چې پر سمې لارې روان دي.

علي ربیعي
علي ربیعي

هغه زیاته کړه که امریکا خپله اراده، جدیت او صداقت ثابت کړي، دا به د دغه تړون د راتلونکې او د بشپړ عملي کېدو لپاره‌یې یوه ښه نښه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس پرون دوشنبه په واشنګټن کې وویل چې دې ته په پام چې زموږ له نظره بحثونه به ډېر ستونزمن وي، متحده ایالات د کوم مهم پرمختګ وړاندوینه نه‌کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له سره د دغه تړون د ارزولو لپاره د چمتووالي نښې ښودلې، خو ادارې یې ویلي چې ایران باید لومړی ګام پورته کړې او په دغه تړون کې پر کړو ژمنو عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG