د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

پوتین هغه لانجمن قانون توشیح کړ چې ور سره واک یې ۱۲ کاله نور هم غځیږي


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون دوشنبې (د وري ۱۶مه) د انتخاباتو هغه نوی لانجمن قانون توشیح کړ چې په قدرت کې د ده پاتېدو ته تر۲۰۳۶ کاله پورې لاره پرانېزي.

د دغه قانون له مخې چې تېر کال په ټولپوښتنه کې یې ملاتړ وشو او پارلمان هم تایید کړی، پوتین کولای شي چې د دوو نورو دورو لپاره په ۲۰۲۴ او ۲۰۳۰ کلونو کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ودریږي.

د مخکیني قانون له مخې یوه ولسمشر پرله پسې له دوو دورو زیات نه شوای کولای چې د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي.

روسیه کې ټولپوښتنه
روسیه کې ټولپوښتنه

۶۸ کلن پوتین له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ولسمشر او د یوې کمې مودې لپاره د صدراعظم په توګه په قدرت کې دی.

نوموړي د ولسمشرۍ د دوو دورو له ترسره کولو وروسته په ۲۰۰۸ میلادي کال ځان د صدراعظمې لپاره غوره کړ او په ۲۰۱۲ کال یې بېرته د جمهوري ریاست واګې په لاس کې واخېستې.

د انتخاباتو په قانون کې د نوي تعدیل په اړه د تېرکال ټولپوښتنه کې د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون په وینا نژدې اتیا په سلو کې ګډونوالو یې د هغه ملاتړ کړی و، خو د یوې نظر شمېرنې له مخې چې د لوادا په نوم یوې خپلواکې ټولنې په دې وروستیو کې ترسره کړې، په سلو کې ۴۱ روسان نه غواړي چې پوتین دې د ولسمشرۍ د اوسنۍ دورې وروسته چې په ۲۰۲۴ کال پای ته رسیږي، په قدرت کې پاتې شي.

د راپورونو له مخې د پوتین محبوبیت په دې وروستیو کې د ځینو اقداماتو په خاطر کم شوی دی.

د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې د کرملین د سرسخت منتقد الکسي ناوالنۍ نیول کېدو چې په روسیه کې یې پراخو مظاهرو ته لاره هواره کړه، هم د دې سبب شوې چې د پوتین محبوبیت کم شي.

لویدیځې رسنۍ وايي، روسیه کې د ناوالنۍ نیول کیدل هم د پوتین محبوبیت کم کړی دی.
لویدیځې رسنۍ وايي، روسیه کې د ناوالنۍ نیول کیدل هم د پوتین محبوبیت کم کړی دی.

د روسیې پولیسو په لسګونو مظاهره چیان نیولي چې د بشري حقونو د ملاتړو ډلو او د لویدیځو حکومتونو سخت انتقادونه یې را پارولې دي.

پوتین ویلي چې تر اوسه یې په دې اړه چې ایا غواړي د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بیا ځان کاندید کړي، نهایي پریکړه نه ده کړې، خو انتقاد کوونکي وایي چې نوموړی به بیا هم په دغو انتخاباتو کې ودریږي.

XS
SM
MD
LG