د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د مسکو غونډې لومړۍ برخه؛ روسیه وايي افغانستان باید ټولو ته منل شوې هوکړې ته ورسېږي


په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه نننۍ غونډه
په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه نننۍ غونډه

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په وینا پیل شوه.

ښاغلي لاوروف په خپلو خبرو کې د افغانستان د شخړې په سیاسي حل د ټینګار ترڅنګ وویل، افغانستان باید د سولې داسې هوکړې ته ورسېږي چې ټولو لورو ته د منلو وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې د اړتیا پر مهال د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کوربه‌توب وکړي.

لاوروف په دوحه کې د سولې خبرو روان ځنډنی حالت له زغم پورته وګاڼه او د امریکا او طالبانو ترمنځ‌یې د دوحې د هوکړې په عملي کېدو هم ټینګار وکړ.

که څه هم د مسکو غونډې لومړۍ برخه پای ته رسېدلې، خو دوهمه هغه‌یې اوس‌مهال د بندو دروازو تر شا روانه ده.

د غونډې له پیل وړاندې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هیله وښوده چې د مسکو ناسته به د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ او ګړندي کېدو په برخه کې اغېرمن رول ولوبوي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

هغه وویل: "زه ډاډه یم چې دا مرسته کولای شي. دا غونډه د دې لپاره یو فرصت برابروي چې د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه تبادله شي. دا هر یو ګام د سولې د پرمختګ لپاره د زمینې برابرېدو په برخه کې اغېرمن دی."

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د مسکو په غونډه کې د ښاغلي عبدالله د خبرو اصلي محور به د سولې بهیر د پیاوړتیا او ګړندي کولو لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو څخه د همکارۍ غوښتنه، ترهګرۍ سره مبارزه او پر ځان بسیا افغانستان لپاره هڅې وي.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د مسکو په غونډه کې د ښاغلي عبدالله د خبرو اصلي محور به د سولې بهیر د پیاوړتیا او ګړندي کولو لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو څخه د همکارۍ غوښتنه، ترهګرۍ سره مبارزه او پر ځان بسیا افغانستان لپاره هڅې وي.

د دې شورا سلاکار مجیب رحیمي له مسکوه د ټیلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل: "موږ بیا د سولې د راتلو او د جګړې د پای لپاره د افغان حکومت دریځ بیانوو. د افغانستان د سولې په اړه د سیمې او نړۍ هېوادونو او د روسیې د فعالې ونډې غوښتنه کوو. په ورته وخت کې طالبانو ته یادوو چې د افغانستان اسلامي جمهوریت چمتو دی چې بې له کوم قید و شرطه په هره برخه کې خبرې وکړي، تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي. هغه فرصت چې جوړ شوی، ترې په ګټې به په اصلي او محوري قضیو بحث وکړو، څو ټول منلي سیاسي حل ته ورسېږو."

د ملي مصالحې عالي شورا سلاکار مجیب‌الرحمن رحیمي
د ملي مصالحې عالي شورا سلاکار مجیب‌الرحمن رحیمي

ښاغلي عبدالله مسکو ته له رسېدو سره سم، د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره لیدلي دي.

ماجد القحطاني د دې غونډې ځانګړی مېلمه دی.د ملي مصالحې عالي شورا وايي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې په هڅو، د دوحې خبرو اترو په وروستیو پرمختګونو او د مسکو د غونډې په اړه خبرې کړي.

هاخوا بیا ملګرو ملتونو هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د خپلې زیاتې ونډې لپاره یو ګام پورته کړی دی.

د افغانستان د سولې په اړه د وروستیو خوځښتونو او په دې بهیر کې د امریکا له‌خوا له ملګرو ملتونو څخه د ونډې د زیاتېدو د غوښتنې سره سم، د دې سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش پخوانی فرانسوي ډیپلومات ژان ارنو د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له قوله لیکلي: "انتونیو ګوترش له ژان ارنو غوښتي، څو د سیمې هېوادونو، نړیوالو متحدانو او د یوناما ترڅنګ په افغانستان کې د روانې شخړې د سیاسي حل لپاره همکاري وکړي."

ملګري ملتونه داسې مهال دا پرېکړه کوي چې د مسکو غونډه کې یې کوم استازي ګډون نه‌دی کړی، خو ولې د ترکیې ناسته د دې سازمان تر څارنې لاندې کېږي.

هغه غونډه چې امریکا یې د افغانستان د سولې اړوند د سیمې او نړۍ هېوادونو د اجماع لپاره مهمه او د سولې خبرو د پرمختګ او ګړندي کولو لپاره اړینه بولي.

امریکا او افغان حکومت د مسکو غونډه هم د استانبول پر ناستې اغېز لرونکې بللې او وايي، هیله لري چې دا غونډې د افغانستان د سولې بهیر یو معنی لرونکي پړاو ته دننه کړي.

د مسکو په غونډه کې د ټولو لورو له وینا وروسته، یوه اعلامیه هم خپرېږي چې تمه ده نن پنجشنبه (د کب ۲۸مه) تر مازدیګر په‌کې د افغانستان د سولې په اړه د دې ناستې د ګډونوالو دریځ روښانه شي.

XS
SM
MD
LG