د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

د وینې د غوټه کېدو احتمال سره-سره د 'اسټرازینیکا' د تطبیق سپارښتنه وشوه


د کرونا ضد اسټرازینیکا واکسین
د کرونا ضد اسټرازینیکا واکسین

د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین د خوندیتوب مشورتي ډلې پرون چهارشنبه (د کب ۲۷مه) د کرونا ضد اسټرازینیکا واکسین په اړه د اروپا د درملو د ادارې نظر تایید کړ.

د اروپا د درملو د تنظیم ادارې یوه ورځ مخکې ویلي و، داسې هېڅ اسناد نشته چې د اسټرازینیکا واکسین او د وینې د غوټې کېدو ترمنځ رابطه وښيي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشورتي ډلې ټینګار وکړ چې هېوادونه باید د اسټرازینیکا واکسین تطبیق ته دوام ورکړي.

اسټرازینیکا شرکت هم ویلي، د واکسین د خوندیتوب د ارزونې معلومات ښيي چې له واکسین وروسته په بدن کې د وینې د کلکېدو شواهد نشته.

د روغتیا نړیوال سازمان یا (ډبلیو.ایچ.او) وايي، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ضد اسټرازینیکا واکسین ګټې د هغه د احتمالي خطرونو پرتله ډېرې دي.

له دې وړاندې داسې اندیښنې وې چې دغه واکسین په ځینو کسانو کې د وینې د غوټه کېدو لامل کېږي، دغه اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.

په اروپا کې د پنځو میلیونو هغو کسانو له ډلې چې دا واکسین ورته شوی، د نژدې ۳۰ کسانو په وینه کې بدلونونه لیدل شوي دي.

له دې سره ځینو اروپایي هېوادونو او له دې ټولنې بهر یو شمېر نورو د اسټرازینیکا واکسین تطبیق ودراوه.

د روغتیا نړیوال سازمان مشورتي ډله وایي، متخصصان لا هم د دغه واکسین په اړه معلومات ارزوي، خو له دې سره هم سپارښتنه کوي چې واکسین باید دوام وکړي.

د ډبلیو.ایچ. او د معافیت او واکسین د څانګې مشره کیتي اوبراین وایي: "ان که د واکسین او د وینې د غوټه کېدو ترمنځ رابطه مشخصه هم شي، کومه لویه اندېښنه به نه وي."

د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې د اسټرازینیکا واکسین داسې مهال له ځنډ سره مخ شوی چې د دغې ټولنې یو شمېر هېوادونه د کرونا ویروس له درېیمې څپې سره په مبارزې بوخت دي.

له دې سره هم‎مهاله د اروپایي ټولنې کمېسیون پرون اعلان وکړ، داسې یوه ډیجیټلي سند باندې کار کوي چې د اوړي پر مهال به یې سیلانیان له یوه هېواده بل ته د تګ پر مهال له ځان سره لیږدوي.

د دغه سند له مخې، که یو څوک د اروپایي ټولنې په یوه هېواد کې د کرونا ضد واکسین وکړي، د دې ټولنې په نورو هېوادونو کې هم د هغه سند د منلو وړ وي.

XS
SM
MD
LG