د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

عراق کې زیږیدلي ۷۹ قرغزي ماشومان، بېرته قرغزستان ته راوګرځول شول


له عراقه قرغزستان ته دغه ماشومان د یونېسف په همکارۍ ولېږدول شول.
له عراقه قرغزستان ته دغه ماشومان د یونېسف په همکارۍ ولېږدول شول.

هغه ځانګړې الوتکه چې د ماشومانو د انتقال لپاره له قرغزستان څخه عراق ته تللې وه، تېره ورځ له ۷۹ ماشومانو سره د بشکېک په هوایي ډګر کې کېناستله.

دغه ماشومان د قرغزي میندو او پلرونو څخه دي چې د اسلامي دولت ډلې/ داعش سره د یوځای کېدو لپاره سوریې او عراق ته تللي وو.

له هغه وخته چې داعش وسله واله ډله په سوریه او عراق کې له ماتې سره مخامخ شوه، له منځني اسیا څخه سلګونه ښځې دا مهال د عراق په زندانونو او یا هم د سوریي په شمال ختیځ کې په ځانګړو کمپونو کې اوسېږي.

د ډېرو دغو ښځو میړونه په جګړو کې وژل شوي دي او یا هم بندیان دي.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد ته ماشومان په عراق کې د هغوی د بندي میندو په رضایت او یا په قرغزستان کې د هغوی د خپلوانو له لوري د دغو ماشومانو د منلو تر ژمنې وروسته انتقال شوي دي .

منځني اسیا څخه سلګونه ښځې دا مهال د عراق په زندانونو کې دي.
منځني اسیا څخه سلګونه ښځې دا مهال د عراق په زندانونو کې دي.

د یاد وزارت په وینا حکومت به د دغو ماشومانو په ادغام کې مرسته وکړي.

له عراقه قرغزستان ته دغه ماشومان د یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق په همکارۍ ولېږدول شول.

یونېسف هم د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې له ماشومانو سره باید د مجرمینو په څېر چلند ونه شي او د هغو د زیږېدو شرایطو ته په پام باید خوندي شي.

د رسمي شمېرو له مخې څه باندې قرغزي وګړي چې شااوخوا ۱۵۰ تنه یې ښځې دي، له قرغزستانه له داعش ډلې سره د یوځای کېدو لپاره عراق او سوریي ته تللې دي.

قرغزستان ته د دغو ماشومانو د بېرته ورګرځولو پریکړه، د امریکا متحده ایالاتو له خوا وستایل شوه.

په بشکیک کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا اقدام ماشومانو ته فرصت ورکوي چې عادي ژوند تجربه کړي.

اعلامیه زیاتوي چې له نورو هېوادونو هم هیله کوي، قرغزستان ته ورته اقدام وکړي او هغه ماشومان چې په عراق او سوریه کې د وسله والو په لیکو کې زیږیدلي دي، خپلو هېوادونو ته ور وغواړي.

قرغزستان ته د دغو ماشومانو د بېرته ورګرځولو پریکړه، د امریکا له خوا وستایل شوه.
قرغزستان ته د دغو ماشومانو د بېرته ورګرځولو پریکړه، د امریکا له خوا وستایل شوه.

وروسته له هغې چې داعش وسله والود عراق او سوریې په یو شمېر سیمو کې په خپل سر خلافت اعلان کړ، له څه باندې سلو هېوادونو څخه تر یو څلویښت زره ډېرکسان له دې ډلې سره یوځای شول.

د اټکل له مخې شااوخوا شپږ زره کسان یوازې د منځني اسیا له هېوادونو ورغلي دي.

د یونېسف د راپور له مخې د سوریې په شمال کې په یوه کمپ کې د شپېتو بېلابېلو قومونو څخه څه باندې ۲۲ زره بهرني ماشومان اوسېږي.

XS
SM
MD
LG