د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د افغانستان کرنې وزارت: د وچکالۍ له امله ۱۴۰۰ کال کې نږدې ۳ ملیونه ټنه غلې ته اړ یو


ارشیف، بلخ کې د غنمو کروندې
ارشیف، بلخ کې د غنمو کروندې

د افغانستان د کرنې وزارت وایي، د وچکالۍ له کبله به دا هېواد راتلونکی کال نږدې درې ملیونه ټنه غلې ته اړتیا ولري.

د افغانستان د ډېر وګړو ژوند پر کرنه ولاړ دی، خو سږنۍ وچکالۍ داسې اندېښنې پیدا کړي چې د غلې دانې حاصلات به ښه نه‌وي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي هم همدا اندېښنه ښيي او له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې یې وویل، دوی سر له اوسه د بزګرانو او بې‌وزله افغانانو د لاسنیوي لارې چارې لټوي.

ښاغلی احدي زیاتوي: "وړاندوېنه دا ده چې سږ کال ممکن شاوخوا ۳۰ فیصده ورښت کم وي، احتمال شته چې د غنمو حاصلات هم ۳۰ فیصده کم شي، طبعاً دا وضعیت ستونزمنوي، موږ دا مهال هم د غنمو ۱،۵ ملیونه ټنه کمبود لرو، سږنی کال څه نا څه ښه هم و، راتلونکی کال به ممکن ۲،۹ ملیونه ټنه غنم کمبود ولرو."

انوارالحق احدي
انوارالحق احدي

ښاغلی احدي وایي، دوی راتلونکی کال له بهره د دوه‌نیم لکه ټنه غنمو د اخیستو هوډ لري او دغه‌راز نړیوالې مؤسسې هم هڅوي چې له خلکو سره د غلې دانې مرسته وکړي.

وچکالۍ د افغانستان بزګران هم اندېښمن کړي.

لالی په ترینکوټ کې ۱۱ جریبه ځمکه لري، خو یوازې یې پر نیم جریب غنم کرلي دي.

دی وايي: "اوس نو زه څنګه وکړمه چې نه اوبه شته او نه د برمې وس لرمه، دښتو کې ځمکه لرمه، دغه ده توره ولاړه ده، لس-یوولس تنه عیال راپسې دی، شپږ خرواره غنم زه د کال خورم، زه اوس پر دې څه وکړم؟"

کابل کې له بې‌وزلو سره د غنمو مرسته
کابل کې له بې‌وزلو سره د غنمو مرسته

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (دبلیو.اېف.پي) هم ویلي و چې جګړو او وچکالۍ افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر زیات کړی دی.

د دوی د شمېرو له مخې همدا مهال ۱۷ ملیونه افغانان خوراکي خوندیتوب نه‌لري او دوی کې څه باندې پنځه ملیونه داسې دي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي، ۲۰۲۱ کال کې له ۱۳ ملیونه دې ډول کسانو سره د خوراکي توکو او نقدو مرستو پلان لري.

XS
SM
MD
LG