نړۍ
پاپ فرانسس د عراق مرکز بغداد ته ورسېد
د نړۍ د کاتولیک عیسیویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس نن جمعه (د کب ۱۵مه)بغداد ته ورسېد.
دا عراق ته د پاپ لومړی سفر او په نړۍ کې د کرونا د وبا له خپرېدو وروسته د هغه لومړی نړیوال سفر دی.
پاپ فرانسس هغو خبریالانو ته چې له ده سره په الوتکه کې وو، وویل خوښ دی چې د سفرونو لړۍ یې بیا پیل کړه او هغه ټاټوبي ته- چې له کلونو راهیسې شهید شوی دی، دا سیمبولیک سفر د ده دنده وه.
پاپ به د دې څلور ورځني سفر په ترڅ کې هڅه وکړي چې د عراق عیسويانو ته چې شمېر یې په کمېدو دی ډاډ ورکړي، د ادیانو ترمنځ د ډیالوګ لپاره کار وکړي او د شیعه ګانو له لوی مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني سره وګوري.
د عراق د عیسیویانو ټولنه چې شمېر یې شااوخوا درې لکه کسانو ته رسېږي، د نړۍ له ډېرو لرغونو او متنوع ټولنو څخه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر راتلونکې چهارشنبه ايران ته سفر کوي
ټاکل شوې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.
د ایران دولتي رسنیو پرون یکشنبه راپور ورکړی، چې ګروسي د چهارشنبې په ورځ ایران ته ځي.
ګروسي تېره اوونۍ ویلي وو، چې ښايي په راروانو ورځو کې د ایران پر لانجمن اټومي پروګرام د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.
ایران خپل اټومي فعالیتونه وروسته له هغې زیات کړل، چې واشنګټن په ۲۰۱۸م کال کې د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له هغې اټومي موافقې ووت چې په ۲۰۱۵م کال کې د تهران او د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوې وه.
د موافقې لهمخې د نړیوالو بندیزونو کمېدو په باب کې ایران خپل اټومي پروګرام محدود کړی و.
ټرمپ هغه وخت ویلي وو، دغه موافقه د اټومي ځواک له ترلاسه کولو د تهران د راګرځولو لپاره کافي نهده او هغه یې تر ټولو بده موافقه بللې وه.
ایران په وار- وار ویلي چې اټومي پروګرام یې ملکي اهداف لري.
اسراييل په غزه کې د اسلامي جهاد ډلې د پوځي مشر د وژنې خبر ورکړی
د اسرايیل پوځ وايي، په غزې تړانګه کې یې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې پوځي مشر محمد ابوسخیل وژلی دی.
د اسلامي جهاد ډلې د جرمني خبري اژانس ته د ابوسخیل مړینه تایید کړې ده.
د اسرايیل پوځ پرون یکشنبه وویل چې، هغه د غزې په شمال کې پر یوه پخواني ښوونځي په برید کې وژل شوی دی.
پهدې برید کې د ابوسخیل زوی، لور او درې نور کسان هم وژل شوي دي.
ابوسخیل په مې میاشت کې وروسته له هغې د اسلامي جهاد ډلې د پوځي مشر په توګه وټاکل شو، چې د اسرايیل د پوځ په یوه برید کې د دغې ډلې پخوانی پوځي مشر ووژل شو.
اسلامي جهاد ډله په منځني ختیځ کې یوه له سختدریځو ډلو ګڼل کېږي.
د اسلامي جهاد ډلې جنګيالي د غزې له تړانګې څخه پر اسراييل توغندي توغوي؛ خو دا ډله د حماس پر تله لږ ځواک لري.
د سعودي عربستان لوی درستيز په يو ناڅاپي سفر تهران ته رسېدلی
د سعودي عربستان لوی درستیز فیاض بن حمید الرویلي د یکشنبې په ورځ تهران ته د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې له خپل ایراني سیال محمد باقري سره وکتل.
د ایران د ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې، دوی د دفاعي ډیپلوماسۍ او دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
پهدې اړه نور جزیات نهدي ورکړل شوي.
د ایراني رسنیو په حواله، باقري تېر کال د سعودي له دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان آل سعود سره د سیمهییزو تحولاتو او دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړې وې.
الرويلي د سعودي عربستان دویم لوړرتبه چارواکی دی چې د ایران او سعودي د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو له موافقې وروسته تهران ته سفر کوي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې ایران ته سفر کړی و.
تهران او ریاض تر اووه کلونو وروسته د چین په منځګړیتوب د تېر کال په مارچ کې د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل موافقه وکړه.
د دمشق په جنوب کې د حزبالله پر ډلې د اسراييل بريدونو کې ۷ کسان وژل شوي
د سوریې یو څارونکی بنسټ وايي چې، د پلازمېنې دمشق په جنوب کې د لبنان د حزبالله ډلې پر یوه اړوند اپارتمان د اسرايیل په پرونۍ هوايي حمله کې ۷ کسان وژل شوي دي.
د امریکا متحدایالتونه د ایران له ملاتړه برخمنه حزبالله ډله یو تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان مشر رامي عبدالرحمن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، پر سیده زینب ساحه د اسرايیل په هوايي حمله کې د ۷ کسانو د وژل کېدو تر څنګ ۱۴ نور کسان ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي.
دغه بنسټ چې په سوریه کې داخلي شبکه لري، مخکې ویلي وو په یوه ودانۍ کې چې لبناني کورنیو او د حزبالله غړو پهکې ژوند کاوه، په حزبالله ډلې پورې تړلي کسان د اسرايیل په حمله کې په نښه شوي دي.
حزبالله چې سیاسي ګوند هم دی، د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او دغه ګوند د لبنان په پارلمان کې ځینې څوکۍ لري.
د سوریې د رسمي خبري اژانس سانا خبر ورکړی، چې په سیده زینب کې چې د شیعهګانو لوی زیارت پروت دی، د اسرايیل په حمله کې یوه ودانۍ ویشتل شوې او نامعلوم شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اسرايیل په سوریه کې د خپلو حملو په باب زیات وخت تبصره نهکوي.
پرون لبنان او غزه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي
د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه تنه پرون یکشنبه په لبنان او غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونه کې ووژل شول.
اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، لبنان کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه او د غزې په شمال کې د نهو مېرمنو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي دي.
راپور کې راغلي چې د اسراییل پوځ د سوریې د پلازمېنې دمشق په څنډه کې هم د هوایي برید له کبله د سوریې د دفاع وزارت په وینا ۷ ملکیان وژلي دي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي چې، نړۍ دې ته سترګې په لاره ده چې د امریکا ټاکنې به د اسراییلو او د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو ترمنځ پر جګړې څه اغېز وکړي.
بل لور ته د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته یې تر اوسه درې ځله له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړي او په وینا یې دوی دواړه د ایران او د هغوی د عناصرو ګواښونو ته په یوه نظر ګوري.
ډونالډټرمپ پوتين ته: د اوکراين جګړه مه سختوئ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین ته په ټیليفوني خبرو کې ویلي، د اوکراین جګړه دې نه شدیدوي.
واشنګټن پوست پرون یکشنبه د یوشمېر سرچینو پر بنسټ، چې نومونه یې نهدي یاد شوي، راپور ورکړی چې ټرمپ او پوتین د نومبر په ۷مه دغه خبرې سره کړې دي.
ټرمپ د نومبر په شپږمه، په ټاکنو کې له بریا وروسته د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زيلينسکي سره هم ټیليفوني خبرې کړې وې.
د راپور لهمخې، ټرمپ پوتین ته ویلي، لېواله دی چې "د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسېدو" په اړه له هغه سره نورې خبرې وکړي.
وړاندې راغلي، پوتین د امریکا منتخب ولسمشر ته په سړه سینه ځواب ورکړی دی.
د امریکا او روسیې رسمي سرچینو پهدې اړه څه نهدي ویلي.
ډونالډټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي، که ولسمشر شي په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جګړه پای ته رسوي، خو دا چې څنګه، جزیات یې لا معلوم نهدي.
د امریکا د الاباما ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او ۱۶ ټپيان دي
د امریکا د الاباما ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي چې په توسکیگي (Tuskegee) پوهنتون کې د ډزو دغه پېښه په ځایي وخت د یکشنبې ورځ سهار وختي رامنځته شوې ده.
د الاباما پولیسو ویلي، دوی په دې تور یو پنځهویشت کلن کس چې جاکویز میریک نومیږي نیولی او توقیف کړی یې دی.
د پولیسو د خبرپاڼې لهمخې له تورن کس څخه چې د ډزو له صحنې څخه د وتلو په حال کې نیول شوی، یوه تفنګچه ترلاسه شوې ده.
معلومه نهده چې بریدکوونکی د همدې پوهنتون محصل دی او که نه؟
د برید انګېزه لا روښانه نهده، خو په امریکا کې په ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو کې د ډزو دغه ډول پیښې نوې نهدي.
د ايران په سيستان-بلوچستان ولايت کې پنځه ايراني پوځيان وژل شوي
پنځه ایراني پوځیان پرون د سیستان-بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کې وژل شوي.
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ته نږدې تسنیم خبري اژانس یکشنبه ناوخته خبر ورکړ، چې دا پوځیان په یوه "ترهګریزه پېښه" کې وژل شوي.
د سپاه ځمکنیو ځواکونو هم اعلان کړی چې، سیمې ته يې تازه ځواکونه استولي ترڅو بریدګر ونیسي.
د دې برید مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
دوه ورځې مخکې هم د سیستان-بلوچستان په راسک ولسوالۍ کې پر ایراني پوځیانو بریدونه شوي وو چې، پهکې یوشمېر پوځیان مړه او ټپيان شوي.
د ایران په سیستان-بلوچستان ولایت کې تر دې مخکې هم پر ایراني ځواکونه ګڼ بریدونه شوي دي.
اسراييل په لبنان کې د سپټمبر مياشتې د پيجرونو د چاودنو مسووليت منلی
اسراییل د لومړي ځل لپاره په لبنان کې د سپټمبر میاشتې د پیجرونو یا پیغام لېږدوونکو وسیلو د چاودنو مسوولیت په غاړه واخیست.
د اسراییلو د صدراعظم ویاند عمر دوستری د فرانسې خبري اژانس ته د یکشنبې په ورځ ویلي: "بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې هغه په لبنان کې د پیجر دستګاو د عملیاتو د ترسراوي امر ورکړی."
تر دې مخکې د اسراییل تایمز ورځپاڼې هم راپور ورکړی و، چې نتنیاهو د خپلې کابینې په ناسته کې ویلي وو چې د پیجر بریدونه او هم د حزبالله د مشر حسن نصرالله وژل د لوړپوړو امنیتي چارواکو په مخالفت سربېره ترسره شول.
د سپټمبر په اوولسمه او اتلسمه د لبنان په بېلابېلو برخو کې د پیجر دستګاو په چاودنو کې لږ تر لږه ۳۵۰۰ کسان ټپیان شول.
د وژل شویو کسانو په اړه بېلابېل ارقام خپاره شوي چې، لږ تر لږه په یوه کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ یاد کړی، که څه هم د لبنان ځینې سیمهییز چارواکو د وژل شویو رقم ۴۵ تنه یاد کړی دی.
د فلسطين روغتيايي چارواکي: د اسراييل تازه په بريدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي
د فلسطین روغتیايي چارواکي وایي چې، په شمالي غزه کې د اسراییل په برید کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د هغه روغتون چارواکي، چې د وژل شویو کسانو جسدونه ورته انتقال شوي، اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دغه برید نن سهار (یکشنبه) پر یوې کورنۍ چې بېځایه شويو خلکو پهکې پناه اخیستې وه، شوی دی.
برید د جبالیا په کډوالو کمپ کې شوی، چې پر دغه کمپ اسراییل له یوې میاشتې راهیسې بریدونه کوي.
د اسراییل پوځ تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
اسراییلي ځواکونو په تېرو اوونیو کې جبالیا، د بیت لاهیه او بیت حانون شاوخوا ښارونه محاصره کړي دي او یوازې بشري مرستو ورپرېږدي.
پهدې سيمو کې، چې د روان کال د اکتوبر په ۶مه بريدونه پیل شوي، سلګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره کسانو د غزې ښار ته پناه وړې ده.