د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

د کاناډا پارلمان: اویغور مسلمانانو سره د چین د حکومت چلند 'نسل وژنه' ده


په چین کې د اویغور مسلمان اقلیت
په چین کې د اویغور مسلمان اقلیت

د کاناډا پارلمان په یوه پرېکړه لیک کې چې د رایو په اکثریت تصویب شو، د چین له اویغور مسلمان اقلیت سره د پېکېنګ چلند نسل وژنه- جینوسایډ وباله.

د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو د پارلمان په ولسي جرګه کې دې پرېکړه لیک ته د رای ورکولو پر مهال وویل چې په شینجن کې اویغور اقلیت له نسل وژنې سره مخامخ دی او له دې سره وزیرانو له ښاغلي ټرودو وغوښتل چې دې کار ته رسماً د جینو سایډ یا نسل وژنې نوم ورکړي.

د کاناډا صدراعظم جسټین ټرودو وویل په شینجن ایالت کې اویغور اقلیت له نسل وژنې سره مخامخ دی.
د کاناډا صدراعظم جسټین ټرودو وویل په شینجن ایالت کې اویغور اقلیت له نسل وژنې سره مخامخ دی.

ښاغلي ټروډو د جمعې په ورځ ویلي و چې له شینجنه د بشري سرغړونو د پام وړ کره راپورونه رارسېږي. هغه د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو له غونډې وروسته هم ویلي و چې کاناډا له خپلو نړیوالو متحدانو سره په ګډه پر دې غور کوي چې له اویغورانو سره د چین د حکومت چلند ته د جینو سایډ اصطلاح وکاروي.

پرون د کاناډا په پارلمان کې له رای اخېستو مخکې پېکېنګ ادعا وکړه چې شینجن کې له اویغور اقلیت سره د چین د حکومت چلند په دې هېواد کې د بشري حقونو د پرمختګ یوه ځلانده نښه ده، خو نن سې شنبه (د کب ۵مه) یې د پرېکړه لیک له تصویب وروسته دا اقدام د چین د ۱،۴ میلیارد وګړو پر وړاندې شرموونکی عمل او یوه بې ګټې پارونه وبلله.

په اوتاوا کې د چین سفارت هم په دې اړه غبرګون وښود او په یوه بیان کې یې وویل، د کاناډا دا هڅه چې غواړي د دې پرېکړه لیک د تصویب له لارې د چین د پرمختګ مخه ونیسي نه شي بریالۍ کېدای.

د چین او کاناډا اړیکي په وروستیو څو کلونو کې ترینګلي شوي او اټکل کېږي چې ښايي د کاناډا د پارلمان دا اعلان د چین غوسه لازیاته کړي.

د کاناډا پارلمان
د کاناډا پارلمان

کاناډا د چین د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې دا اقدام داسې مهال کوي چې د امریکا په ګډون په لویدیځو هېوادونو کې د ورته اقداماتو غوښتنې شوي او په عین حال کې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن پر پېکېنګ د فشار د زیاتولو لپاره د متحدانو په لټه کې دی.

د بشري حقونو نړیوالې ډلې اټکل کوي چې لږترلږه یو میلیون اویغوران او نور وګړي چې ډېری مسلمانان دي، په شمال لویدیځ ایالت شینجن کې په جبر سره د بندیانو په ډول په کمپونو کې ساتل کېږي. د چین پر حکومت همداراز تور دی چې په دې کمپونو کې دېره خلک بېګار ته بیايي او ښځې یې شنډوي.

خو چین دا انتقادونه ردوي او وايي، د شینجین مسایل د چین کورني مسایل دي او دا کمپونه د افراطيت پرضد د مبارزې لپاره جوړ شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG