د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

په مسکو کې یو سیاسي روسي څېړونکی د خیانت په تور ونیول شو


په مسکو کې د لیفورتوو «Lefortovo» د سیمې محکمه
په مسکو کې د لیفورتوو «Lefortovo» د سیمې محکمه

په روسیه کې یو سیاسي څېړونکی دیموری ورونین «Demuri Voronin» د خیانت په تور نیول شوی دی.

په مسکو کې د لیفورتوو «Lefortovo» د سیمې محکمې پرون د فبرورۍ په ۲۰مه دا خبر تأیید کړ او ویې‌ویل، ورونین به لږ تر لږه د همدې کال د اپرېل تر ۱۳مې پورې په لنډمهاله توقیف کې پاته شي.

په راپورونو کې په دې تړاو څېړنو ته د نږدې سرچینو په حواله ویل شوي چې ورونین یوې لویدیځې استخباراتي ادارې ته د محرمو اطلاعاتو په ورکړه تورن دی.

که چېرته پر نوموړي دا تور ثابت شي، تر ۲۰ کلونو پورې به په بند او نقدي جریمې محکوم شي.

د روسیې د څېړنو کمېټې تر اوسه د دغه څېړونکي د نیولو په اړه وضاحت نه‌دی ورکړی.

د ازادي راډیو د خبر څانګې په استناد، وروستیو کلونو کې په روسیه کې د خیانت تورونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د کرملېن منتقد او د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ
د کرملېن منتقد او د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ

په همدې حال کې د مسکو یوې محکمې پرون د روسیې د سیاسي مخالف الکسي ناوالنۍ د حبس موده یو څه راکمه کړه، خو پر دې پرېکړې هم د ناوالنۍ پلویان خوښ نه‌دي.

دا پرېکړه وروسته تر هغه وشوه چې ناوالنۍ د ابتدائیه محکمې د هغې پرېکړې په مقابل کې د استېناف غوښتنه وکړه چې دی یې د اختلاس په تړاو په درې نیم کاله بند محکوم کړی دی.

د الکسي ناوالنۍ مدافع وکیل وادیم کوبزف «Vadim Kobzev» د محکمې له دې پرېکړې وروسته خبریالانو ته وویل: "موږ د نن ورځې د حکم وړاندوینه کړې وه او هغه ناقانونه بولو، هېڅ شي بدلون نه‌دی کړی، ټول هغه دفاعیه استدلانونه چې ابتدائیه محکمې رد کړي و، نن دې محکمې هم رد کړل."

بل لور ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتری پسکوف د خپلو ورځنیو خبري کنفرانسونو پر مهال پرون وویل، له کرملېن سره ډېر کسان مخالفت کوي.

ده ویلي، ځیني دا مخالفتونه د قانون په چوکاټ کې کوي او ځیني بیا د قانون له چوکاټه په‌کې بهر کېږي چې په خبره‌یې دا ډول کسان په روسیه کې دننه او بهر فعالیت کوي.

روسیه کې د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره اعتراضونه
روسیه کې د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره اعتراضونه

الکسي ناوالنۍ تېره میاشت له جرمني د ستنېدو پر مهال په مسکو کې ونیول شو.

پر ده تور دی چې جرمني کې یې د درملنې پر مهال د مشروطې ازادۍ اصول نقض کړي او د دوهمې نړیوالې جګړې یوه سرتېري پسې یې تهمت کړی دی.

د مسکو یوې محکمې ناوالنۍ ۹۴ کلن سرتېري ته د تهمت له کبله مجرم وپېژانده او په ۱۱ نیم زره ډالرو نقدي جریمې یې محکوم کړ.

ناوالنۍ بیا وایي، پر ده لګول شوي ټول تورونه سیاسي انګېزه لري.

XS
SM
MD
LG