د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

جي ۷ سرمشریزه کې د کرونا واکسیناسیون ته ۴میلیارده ډالره نوره مرسته اعلان شوه


ارشیف
ارشیف

د فرانسې، جرمني، امریکا، بریتانیا، ایټالیا، جاپان او کاناډا مشرانو جمعه (د کب ۱مه) خپله سرمشریزه له کرونا وبا سره د ګډې مبارزې او نړیوالې همکارۍ د بیا ژوندي کولو په ټينګار پای ته ورسوله.

د جي اووه سرمشریزه د بریتانیا په کوربه توب ترسره شوه.

د دې سرمشریزې په پرېکړه لیک کې ډاډ ښودل شوی چې جې اووه په بې وزلو هېوادونو کې د واکسین د تطبیق د نړیوال کمپاین په چوکاټ کې څلور میلیارده ډالره نوره مرسته هم کوي.

انګېلا مېرکل وویل، کرونا وبا به تر هغو ماته نه شي چې ټوله نړۍ نه وي واکسین شوي.
انګېلا مېرکل وویل، کرونا وبا به تر هغو ماته نه شي چې ټوله نړۍ نه وي واکسین شوي.

په دې سره د کرونا وبا د واکسین د تطبیق لپاره د جي اووه له خوا د ټولو اعلان شوېو مرستو اندازه اووه نیم میلیارد ډالرو ته ورسېده.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل وویل، کرونا وبا به تر هغو ماته نه شي چې ټوله نړۍ نه وي واکسین شوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون هم وویل چې شتمن هېوادونه باید خپل څلور تر پنځه فیصده د واکسین ډوزونه څومره چې ژر ممکن وي بې وزلو هېوادونو ته ورکړي.

په ورته وخت کې د مونیخ امنیتي کنفرانس کې هم له کرونا سره مبارزه د بحثونو یوه اصلي برخه وه.

مکرون وویل چې شتمن هېوادونه باید خپل څلور تر پنځه فیصده د واکسین ډوزونه بې وزلو هېوادونو ته ورکړي.
مکرون وویل چې شتمن هېوادونه باید خپل څلور تر پنځه فیصده د واکسین ډوزونه بې وزلو هېوادونو ته ورکړي.

د دې کنفرانس ویناوالو ټينګار وکړ چې د کرونا وبا پر وړاندې ګډ نړیوال عمل ته ضرورت دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ټينګار وکړ چې ۲۰۲۱ کال باید داسې کال وي چې ټول بېرته په پښو ودریږي.

هغه زیاته کړه چې د واکسین په ویش کې باید هېوادونه ګډه همکاري وکړي.

انتونیو ګوتیریش وايي: "واکسین باید هر چېرته هر چا ته د لاس رسي وړ وي. د واکسین برابري (ویش) د ژوند او اقتصاد د ژغورلو لپاره حیاتي ارزښت لري. هېوادونه باید د واکسین ډوزونه شریک کړي او میلیاردونه (پيسې) برابرې کړي چې واکسین په بشپړه توګه تطبیق شي. موږ باید د جوازونو د ویش او ټکنالوژي راکړې ورکړې له پلوه نړیوالې تولیدي وړتیاوې دوه چنده کړو."

انتونیو ګوتیریش ټينګار وکړ چې ۲۰۲۱ کال باید داسې کال وي چې ټول بېرته په پښو ودریږي.
انتونیو ګوتیریش ټينګار وکړ چې ۲۰۲۱ کال باید داسې کال وي چې ټول بېرته په پښو ودریږي.

د مونیخ امنیتي کنفرانس بل ویناوال د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهنم ګبریسوس و چې له نړیوال اتحاد پرته یې د کرونا ماتول ناممکن وبلل.

ډاکټر تدروس ټينګار وکړ چې په بې وزلو هېوادونو کې د معافیت له حاصلولو پرته به کرونا خپل شکلونه بدلوي چې ورسره به د واکسین اغېزې کموي.

د نړۍ ګڼ بډله او مخکښو هېوادونو د کرونا واکسین تولید او تطبیق یې پيل کړی دی.

د امریکا ولسمشر ویلي چې تر جولای پورې به ۶۰۰ میلیونه ډوزه واکسینونه وي چې امریکایانو ته کافي دی.

کرونا وبا چې له خپرېدو یې یو کال او دوه میاشتې تېريږي په ټوله نړۍ کې د امریکا د جانز هاپکېنز د وروستیو شمېرو له مخې نږدې دوه میلیونه او څلور نیم لکه کسان (۲۴۴۷۶۱۵) وژلي.

د کرونا وبا د ټولو مثبتو قضیو شمېر ۱۱۰ میلیونه او پنځه نیم لکو ته رسېدلی.

XS
SM
MD
LG