د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

کرونا؛"د کابینې له پریکړې وروسته د اسټرازینیکا واکسین چارې پیلېږي"


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، ډېر ژر به د کابینې تر پریکړې وروسته په افغانستان کې د کرونا ضد د استرازینیکا واکسین عملي چارې پیل کړي. هند له افغانستان سره د دغه واکسین د پنځه لکه ډوزه مرسته کړې ده.

د دې وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علییزي تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دوی د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د اسټرازینیکا د واکسین تایید ته منتظر و چې دغې نړیوالې روغتیایي موسسې یې پرون سې شنبې (د سلواغې ۲۸مه) د بېړني تطبیق اجازه ورکړه.

ښاغلي علييزي زیاته کړه: "په لومړۍ مرحله کې به دغه واکسین روغتیایي کار کوونکو او امنیتي ارګانونو ته تطبیقیږي او وروسته له هغې د ټولنې نور قشرونه په نظر کې نیول شوي، لکه د لوړعمر کسان، ښوونکي او نور لکه د شکرې ناروغۍ په څېر ناروغان چې د بدن معافیت یې کمزوری دی، هغوی ته به هم دغه واکسین تطبیقېږي."

په لومړۍ مرحله کې به دغه واکسین روغتیایي کار کوونکو او امنیتي ارګانونو ته تطبیقیږي
په لومړۍ مرحله کې به دغه واکسین روغتیایي کار کوونکو او امنیتي ارګانونو ته تطبیقیږي

ښاغلي علییزي دغه راز وویل چې چین سږ کال د کوېډ – ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې ورسره د دوه لکه ډوزه او د کوواکس نړیوالې ډلې د درې میلیونه ډوزه واکسینو د مرستې ژمنه کړې ده.

د هغه په وینا کوواکس به دغه واکسین په دوو مرحلو کې په لومړۍ کې یو میلیون او درې لکه روان کال او په دوهمه کې یو میلیون او۷ لکه کال ته دې هېواد ته ورکوي.

د روغتیا د وزارت د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې نژدې ۵۶ زره کسان پر کرونا اخته شوي او نژدې دوه نیم زره یې هم له امله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG