د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

مېل انلاین: اسلام‌کلا کې دوه چاودنې ان د ناسا سټلايټونو ثبت کړي


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د هرات د اسلام‌کلا په لویې اور لګېدنې مقالې خپرې کړې دي.

  • مېل انلاین

مېل انلاین لیکلي دي د اور لګېدنې په دې پېښه کې دوه چاودنې دومره شدیدې وې چې ان د امریکا د ملي هوايي او فضايي ادارې ناسا سټلايټونو ثبت کړې.

شنبه د اسلام‌کلا په بندر کې د تېلو او ګازو ټانکرونه یو په بل پسې وچاودل او اور یې واخیست. خپرونې د هرات د والي سید وحید قتالي له قوله لیکلي چې په لومړیو ساعتونو کې د اور سیمې ته نږدې ورتګ خطرناکه و ځکه د ګازو د هرې ډبې په چاودنې سره تر ۱۰۰ مترو وسپنې الوتلې.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې ادارې ویلي چې په دې لویه اور لګېدنه کې د تېلو او ګازو شاوخوا ۵۰۰ ټانکرو اور اخیستی چې له امله‌یې افغان سوداګرو ته تر ۲۰۰ ملیونو ډالرو زیان رسولی دی.

د شنبې ورځې اور لګېدنې ۶۰ کسان ژوبل کړي هم دي.

مېل انلاین خپرونې د هرات د اسلام‌کلا بندر د لویې اور لګېدنې په تړاو په خپله مقاله کې دا هم لیکلي چې امریکا د ایران په تېلو او ګازو باندې بندیز لګولی، خو افغانستان‌یې استثنا کړی او اجازه‌یې ورکړې چې تېل او ګاز له ایرانه وپېري.

  • ډېلي ټېلېګراف

د بريتانیا چاپ ډېلي ټېلېګراف ورځپاڼې له افغانستان د مغزونو د تېښتې په عنوان یوه مقاله خپره کړې ده.
ورځپاڼې لیکلي د افغانستان ځوانه طبقه او تکړه خلک اوس له هر څه وړاندې د ځان د خوندي ساتلو په لټه کې دي او هڅه کوي له ډېرو مسایلو ځانونه لیرې وساتي.

ډېلي ټېلېګراف د کابل په لوېدیځ کې د یوې کافې عکسونه هم له خپلې مقالې سره کډ خپاره کړي چې ښيي نجونې او هلکان چای او کافي څښي.

ورځپاڼې لیکلي افغان ځوانان تېر ۲۰ کاله ډېر ازاد او لبرال تربیه شوي او لوړ تحصیلات لري. د ورځپاڼې په لیکنه دا طبقه ځوانان ځانونه د هېواد راتلونکی بولي.

خو په دې وروستیو کې په فعالانو، سیاستوالو، دیني علماوو، تعلیم یافته قشر او خبریالانو باندې هدفي بریدونو دا ځوانان وېرولي دي.

ډېلي ټېلېګراف ورځپاڼې د یوې افغان خبریالې مرضیه مهاجري په حواله لیکلي ناامنیو زور اخیستی او دې مسئلې ګڼو ځوانانو ته د تېښتې سوچ وراچولی دی.

د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په شمول چې تېر نومبر د مقناطیسي ماین هدف وګرځېد ګڼ پېژندل شوي افغان خبریالان او فعالان وژل شوي دي.

حکومت وايي طالبان دا ټول بریدونه پلان او ترسره کوي، هغه ډله چې په اکثرو بریدونو کې یې لاس لرل رد کړي دي.

ډېلي ټېلېګراف د مقالې په پای برخو کې یادونه کړې، ځیني افغان ځوانان چې کله لومړی نورو هېوادونو ته رسېږي د بیا راستنېدو فکر ورسره وي، خو ورو ورو امن او هوسا ژوند وطن ته د بېرته ستنېدو هوډ ورماتوي.

ورځپاڼې لیکلي دا مسئله افغانستان د هغو تکړه او په کار پوه خلکو څخه محروموي چې تېر ۲۰ کاله‌یې ځانونه په سلو زحمتونو رسولي دي.

XS
SM
MD
LG