د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

د ټرمپ د استیضاح د محاکمې غځېدل؛ د امریکا سنا جرګه نور شواهد ارزوي


د امریکا په سنا جرګه کې د ډونالد ټرمپ د استیضاح د محاکمې بهیر
د امریکا په سنا جرګه کې د ډونالد ټرمپ د استیضاح د محاکمې بهیر

د امریکا سنا جرګې پرون د فبرورۍ په ۱۳مه د ډونالد ټرمپ محاکمه په بالقوې توګه وغځوله او دغې محکمې ته‌یې اجازه ورکړه چې شاهدان راوغواړي.

دا په دې معنی ده چې سل سناتوران به چې د استیضاح په محکمه کې د منصفه پلاوي د غړو په توګه فعالیت کوي، د ټرمپ د محکومېدو یا برائت په اړه له رأی اچونې مخکې نور شواهد وارزوي.

دوی به په دې اړه د شاهدانو خبرې واوري چې ډونالد ټرمپ پر کانګرس یرغل کې خپل پلویان هڅولي او که نه.

دا ګام د امریکا په سنا کې د اوونۍ د پای په یوې نادرې غونډه کې پورته شو.

تمه دا وه چې دې غونډه کې به د مریلنډ ایالت د ډیموکرات سناتور جیمي راسکین (Jamie Raskin) او د ټرمپ د دفاعي ټیم استدلالونه وروستي وي، خو راسکین مخکې له دې چې وروستي بحثونه وکړي، له جیمي هررا بوتلر(Jaime Herrera Beutler) څخه‌یې د تازه افشا شویو اطلاعاتو په اړه پوښتنه وکړه.

جیمي راسکین
جیمي راسکین

مېرمن بوتلر د هغو جمهوري غوښتونکو استازو له ډلې ده چې پر کانګرس د جنورۍ د شپږمې نېټې یرغل له کبله‌یې د ډونالد ټرمپ استیضاح ته مثبته رایه ورکړې وه.

جیمي راسکین وویل: "موږ غواړو دا فرصت ولرو چې د جرګې استازې جیمي هررا بوتلر په استازو جرګه کې د اقلیتونو له رهبر کوین مک کارتي سره د تماس له کبله احضار کړو، موږ به له دې څخه د هغو یادښتونو په اړه وپوښتو چې مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاڅون پر مهال کوین مک کارتي ته څه ویلي دي."

د فبرورۍ په ۱۲مه یوه اعلامیه کې جیمي هررا بوتلر د کوین مک کارتي ټیلیفوني خبرو ته اشاره کړې ده.

د بوتلر په وینا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو مشر مک کارتي ورته ویلي چې ټرمپ د پاڅونوالو پلوی و.

د سنا جرګې د پرونۍ پرېکړې له مخې تر اوسه معلومه نه‌ده چې د ډونالد ټرمپ د محکومېدو یا برائت په اړه به څه وخت د سنا جرګه رایه اچونه وکړي.

د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ

د سنا له‌خوا د ټرمپ د استیضاح بهیر ته د فبرورۍ په ۱۲مه د ټرمپ وکیلانو خپله دفاعیه وړاندې کړه.

دوی ته ۱۶ ساعته وخت ورکړل شوی و چې پر کانګرس د یرغل په تور د ډونالد ټرمپ دفاع وکړي، خو دوی یوازې ۳ ساعته استدلال وکړ.

په هغه یرغل کې د یوه پولیس په ګډون پنځه تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG