د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

"هند کې د کډوالو ستونزو ته یو پلاوی ټاکل شوی څو دغه هېواد ته سفر وکړي"


په هند کې اعتراض کوونکي افغانان
په هند کې اعتراض کوونکي افغانان

د درېیم هېواد لپاره د زرګونو افغانانو نامعلوم برخلیک په هندوستان کې، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اوس د دې افغانانو د ستونزو لاره لټوي.

په هندوستان کې دغه مېشت افغانان د زده کړو له بې برخيتوب او وزګارتيا په څېر له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

له افغانستانه د افغانانو وتل اصلي عاملین طالبان دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر نورالرحمان اخلاقي وايي، د دغو افغانانو د ستونزو د حل لپاره نږدې راتلونکې کې یو پلاوی هندوستان ته لېږل کېږي.

ښاغلی اخلاقي زیاتوي: "هندوستان کې ۲۱ زره افغانان ژوند کوي، شااوخوا ۵ زره کسانو یې نور هېوادونو ته د تک لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته د پنا اخېستنې اسناد وړاندې کړي، د دې لپاره چې ستونزې په سمه توګه حل شي هلته موږ یو اتشې ته هم اړتیا لرو، نو ومو پتیله چې یو پلاوی هند ته واستوو څو له هندیانو سره خبرې وکړو."

نورالرحمان اخلاقی وزیر مهاجرین و عودت کنندگان افغانستان
نورالرحمان اخلاقی وزیر مهاجرین و عودت کنندگان افغانستان

د کډوالو وزیر وايي، افغانان نورو هېوادونو کې هم له ستونزو سره مخ دي چې وزارت یې د حل لپاره اقدامات تر لاس لاندې لري.

هغه وايی، له یو شمېر هېوادنو سره د افغانان د جذب په خاطر هوکړه لیکونو هم په پام کې شته.

ښاغلي اخلاقي له افغانستانه د افغانانو وتل اصلي عاملین طالبان یاد کړل، خو طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او وايي چې دغه چاره خپله افغان حکومت پیل کړې، څو د خلکو ذهنونه خراب کړي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: "له افغانستانه د افغانانو مهاجرت دا خپله د کابل ادارې د هغو شومو پلانونو یوه برخه ده چې دوی خپله رامنځته کړې او دغه چاره موږ پورې اړه نه لري."

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال ۲ میلیونه او ۴۵۰ زره افغان کډوال په پاکستان کې او ۲ میلیونه او ۴۷۰ زره کډوال په ایران کې مېشت دي چې دې کې شااوخوا یو میلیون پاکستان کې او له یو میلیون کم په ایران کې د استوکنې رسمي اسناد لري.

نا امنۍ او د سولې نا معلوم برخلیک د دغو افغانانو بیا راتک هېواد ته سخت کړی دی، خو د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۲۰ میلادي کال کې شااوخوا ۶۷۶ افغانان په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG