د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

د افغانستان د کډوالو وزارت: د جګړې له دوام سره به د کورنیو کډوالو شمېر لازیات شي


جوزجان کې کورني بې‌ځایه شوي
جوزجان کې کورني بې‌ځایه شوي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د جګړې او تاوتریخوالي له دوام سره به د کورنیو کډوالو شمېر نور هم زیات شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، جګړو په نږدې ټولو ولایتونو کې بې‌ځایه شوې کورنۍ تر نورو ډېرې اغېزمنې کړې دي.

د کریم‌الله په نوم له هلمنده یوه کورني کډوال ازادي راډیو ته وویل چې د ژوند کړۍ پرې تنګه شوې او دولت دې لاسنیوي ته ورودانګي.

دی زیاتوي: "چای نه‌لرو، بوره نه‌لرو، وچه ډوډۍ نه‌شته، که لږ وي یا ډېره موږ سره دې کمک وکړي او کارتونه دې راکړي."

په افغانستان کې د جګړو له کبله د بې‌ځایه کېدنې یا کورنۍ کډوالۍ لړۍ داسې مهال روانه ده چې لا هم دغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو ښکاره څرک نه‌ښکاري.

ارشیف، هلمند کې بې‌ځایه شوې کورنۍ
ارشیف، هلمند کې بې‌ځایه شوې کورنۍ

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارور وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط انصاري د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د کورنیو بې‌ځایه شویو وضعیت په مستقیم ډول له جګړې سره تړاو لري.

ښاغلی انصاري وايي: "یوه طبیعي خبره ده، کله چې د اوسنیو حالاتو پرتله راتلونکي کې جګړه تودېږي، طبعاً د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر زیاتېږي، که څه هم اوسنی وضعیت له امنیتي پلوه د ډاډ وړ نه‌دی، خو بیا هم تېر کال ته په کتو د بې‌ځایه شویو کورنیو شمېر ۱۰ زره کم دی، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې شاوخوا ۸۵ زره کورنۍ بې‌ځایه شوې او روان ۱۳۹۹ کال شاوخوا ۷۵ زره."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، یوازې تېره اوونۍ یعنې (د جنورۍ له ۲۵مې تر ۳۱مې نېټې پورې) شاوخوا اته زره کسان پکتیا او کندهار کې له خپلو مېنو کډه شوي دي.

د اوچا په اوونیز راپور کې چې پرون چهارشنبه خپور شو، راغلي د پکتیا له څلورو "ناامنو" ولسوالیو ځدراڼو، ځاځیو، زرمت او سید کرم څخه ۷ زره کسان مرکز ګردېز ته کډه شوي او کندهار کې هم سلګونه کسان ښار ته راغلي دي.

اوچا له امنیتي پلوه د افغانستان ټول زونونه په یوه نقشه کې سره رنګ کړي او دا په دې معنی چې په نږدې ټول هېواد کې جګړه روانه ده.

په جنوبي زون کې کندهار، هلمند او ارزګان، په شمال ختیځ کې کندز، تخار او بدخشان، په ختیخ کې ننګرهار، په شمال کې فاریاب، جوزجان او سرپل او لوېدیځ کې بادغیس، هرات او فراه هغه ولایتونه یاد شوي چې جګړو او ماین چاودنو په‌کې د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

د اوچا د راپور له مخې په مرکزي ولایتونو کابل، میدان وردګ، غزني او دغه‌راز لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا کې هم جګړې روانې دي.

له دې سره د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو.اېف.پي) وایي، د افغانستان نږدې نیمایي وګړي د خوړو خوندیتوب نه‌لري چې همدا کډوال‌یې په سر کې دي.

په کابل کې د دغې ادارې ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دوی له اړمنو سره د خوراکي توکو او نقدو پیسو مرسته کوي.

ارشیف، هرات کې کورني بې‌ځایه شوي
ارشیف، هرات کې کورني بې‌ځایه شوي

ښاغلي اماني زیاته کړه: "۱۷ ملیونه کسان د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخامخ دي، په دوی کې ۵،۵ ملیونه په بېړني حالت کې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، په ټوله کې ډبلیو.اېف.پي پلان لري چې ۲۰۲۱ کال کې ۱۳ ملیونه کسانو ته د خوراکي توکو یا نقدو پیسو مرسته ورسوي."

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې دا مهال دوه ملیونه راجستر شوي کورني کډوال لري.

دغه بې‌ځایه شوي تر ډېره روغتیایي خدمتونو، پاکو اوبو، زده‌کړو او ګڼو نورو ټولنیزو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د بې‌کارۍ د لوړې کچې له کبله‌یې ځوانان هم تر ډېره وزګار ناست دي.

XS
SM
MD
LG