د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د متحده عربي اماراتو 'امل' فضایي بېړۍ د مریخ مدار ته ننوځي


د امل یا هیلې په نوم دغه فضایي بېړۍ چې د عربي نړۍ لومړنی تاریخي ماموریت دی او نژدې اووه میاشتې مخکې د مریخ پر لور توغول شوې او تر اوسه یې په سوونو میلیونه کیلو متره لار وهلې.
د امل یا هیلې په نوم دغه فضایي بېړۍ چې د عربي نړۍ لومړنی تاریخي ماموریت دی او نژدې اووه میاشتې مخکې د مریخ پر لور توغول شوې او تر اوسه یې په سوونو میلیونه کیلو متره لار وهلې.

د متحده عربي اماراتو هغه فضایي بېړۍ د مریخ مدار ته په ورنژدې کېدو ده چې نژدې اووه میاشتې مخکې د دغې سیارې پر لور توغول شوې وه.

د 'امل' یا 'هیلې' په نوم د متحده عربي اماراتو دغه فضایي بیړۍ به نن سې شنبه (د سلواغې ۲۱مه) د مریخ مدار ته داخله شي او څه باندې یوه اوونۍ وروسته به یې محرکه یا ګرځېدونکې وسیله د دغې سیارې پر سطح د کښېناستو هڅه وکړي.

دغه فضایي بیړۍ چې د تېر کال په جولای میاشت کې له جاپانه توغول شوې وه، تر اوسه یې په فضا کې نژدې ۴۸۳ میلیونه کیلو متره لار وهلې. د 'امل' ماموریت دا دی چې د مریخ د اټوموسفیر د څلورو فصلونو نقشه واخلي.

تر اوسه د مریخ پر لور د نړیوالو فضایي ماموریتونو شااوخوا ۶۰ په سلو کې یې ناکام شوي، ځینې دستګاوې غورځیدلې یا یې اور اخېستی یا هم د سیاریو ترمنځ دغه پیچلي سفر ته پام نه دي توانیدلي چې د مریخ په نازک اټوموسفېر کې داخلې او پر سطح یې کیني.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د پرمختللې ټکنالوژۍ په چارو کې د متحده عربي اماراتو وزیرې او د دې هېواد د فضایي ادارې رئیسې سارة الأميري وویل، که ډېره لږه اشتباه وشي، امکان شته چې موږ فضایي بیړۍ له لاسه ورکړو.

د متحده عرب امارات د فضایي ادارې رئسیه سارة الأميري
د متحده عرب امارات د فضایي ادارې رئسیه سارة الأميري

دا د ځمکې له مدار هاخوا د متحده عربي اماراتو او د ټولې عربي نړۍ لومړنی فضایي ماموریت دې چې دا هېواد پرې ډېر ویاړي.

کله چې 'امل' فضایي بېړۍ تېرکال د مریخ پر لور وتوغول شوه، په متحده عربي اماراتو کې څو ورځې جشنونه روان وو.

د نړۍ تر ټولو دنګ برج خلیفه څو ورځې په سره رنګه بېرغ انځور شوی و او سږ کال چې دا هېواد د خپلواکۍ پنځوسمه کلیزه لمانځي، 'امل' ته لا ډېر پام اوړي.

تراوسه د مریخ پر لور د نړیوالو فضایي ماموریتونو شااوخوا ۶۰ په سلو کې یې ناکام شوي
تراوسه د مریخ پر لور د نړیوالو فضایي ماموریتونو شااوخوا ۶۰ په سلو کې یې ناکام شوي

د 'امل' پر دستګاه او فضا ته پر توغولو یې ۲۰۰ میلیونه ډالره لګښت شوی او که دغه ماموریت بریالی شي، هغه به په فضا کې د متحده عربي اماراتو د څېړنو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي او هم به د دې هېواد په ساینس پوهانو او ځوان نسل کې دا روحیه ډېره پیاوړي کړي چې د تیلو د زېرمو له پایته رسېدو وروسته د خپل هېواد بسیا راتلونکې ته نورې لارې ولټوي.

د مریخ سیارې ته چې یو وخت یې پریمانه اوبه درلودې او ښایي ژوند هم په کې و، د نړیوالو په تېره بیا د سترو قدرتونو لکه امریکا، روسیې، چین او یو شمېر نورو هېوادونو پام بیا اوښتی.

له 'امل' سره یوځای د چین او امریکا له خوا توغول شوې فضایي بیړۍ هم د مریخ مدارته په ورنژدې کېدو دي.

XS
SM
MD
LG