د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

تخار کې د یوه ځوان ابتکار؛ فارم‌یې د میاشتې ۲۰ زره مړزان او هګۍ بازار ته وړاندې کوي


تخار کې د دهکده په نوم د مړزانو فارم
تخار کې د دهکده په نوم د مړزانو فارم

په تخار ولایت کې له پوهنتون څخه یو فارغ شوي ځوان په شخصي لګښت د مړزانو یو فارم جوړ کړی او په دې فارم کې ۱۰ تنو اوزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.

د دې فارم مسؤل وايي، دغه فارم له دوه کالو راهیسې په دې ولایت کې فعالیت کوي او هره میاشت ۱۰ زره مړزان او ۱۰ زره د مړزانو هګۍ بازار ته وړاندې کوي.

د ذبیح‌الله اماني په نوم ځوان چې د تخار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی، په تخار کې یې د یو ملیون افغانیو په لګښت د مړزانو دغه فارم جوړ کړی دی.

دغه فارم د دهکده په نوم یادېږې. په دې فارم کې په زرګونه مړزان روزل کېږي.

ذبیح‌الله اماني وايي: "هر میاشت موږ ۱۰ زره مړزان او ۱۰ زره د مړزانو هګۍ بازار ته وړاندې کوو. خلک د مړزانو د غوښې او د هګیو په ګـټې پوه شوي دي او مینه‌وال یې هم زیات شوي دي. ځکه د مړزانو غوښه او هګۍ له لوړو ویټامینونو څخه برخمن دي."

تخار کې د ذبیح‌الله اماني د مړزانو فارم
تخار کې د ذبیح‌الله اماني د مړزانو فارم

هغه زیاتوي، په خپل ابتکار یې یوه دستګاه هم جوړه کړې ده چې د مړزانو ترڅنګ د هر ډول مرغانو چوړګړي ایستلی شي.

د ښاغلي اماني د خبرو له مخې، د ده په لاس له جوړې شوې دستګاه څخه اوس مهال د تخار ترڅنګ په کابل، مزار شریف، بغلان، سمنګان، کندز او بدخشان ولایتونو کې د مړزانو په فارمونو کې ګټه اخیستل کېږي.

دی زیاتوي: "دا ماشینونه اوتوماتیک دي. دا ماشینونه د مړزانو، زرک، فیل مرغ، شتر مرغ، د سيسۍ او د کارغانو د چوړکړو د ایستلو وړتیا لري. د دې ماشینونو نرخ له ۴۰ زره افغانیو پیل تر یو لک افغانۍ پورې دي. د خارجي ماشینونو په مقایسه د دې ماشینونو د چوړګړو د ایستلو کچه لوړه ده."

د تالقان ښار یو اوسېدونکی ۳۰ کلن رحمان‌الله د مړزانو د غوښې او هګیو مینه‌وال دی. هغه وايي، وخت ناوخت دې فارم ته د مړزانو غوښې او د هګیو رانیولو پسې راځي: "دلته د مړزانو یو فارم جوړ شوی دی. د مړزانو غوښه ډېره خوږه او خوندوره ده او زه دلته وخت ناوخت د مړزانو غوښې پسې راځم. دلته نور کسان هم د مړزانو غوښې او هګیو اخیستلو پسې راځي."

تخار کې د ذبیح‌الله اماني د مړزانو فارم
تخار کې د ذبیح‌الله اماني د مړزانو فارم

د دې فارم مسؤل وايي، که څه هم په لومړیو کې له بې‌شمېره ستونزو سره مخامخ شوی وو، ځکه په تخار کې خلکو د مړزانو له غوښې او هګیو سره اشنايي نه‌درلوده، خو اوس په تخار کې د مړزانو غوښې او هګیو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې او د ده کار او بار هم ورسره وده کړې ده.

XS
SM
MD
LG