د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

لیبیا کې له ۱۰ کلنو ګډوډیو وروسته د یووالي حکومت جوړ شو


ارشیف، د لیبیا د ټاکنو کمېسیون مخ ته یو شمېر راټول شوي کسان
ارشیف، د لیبیا د ټاکنو کمېسیون مخ ته یو شمېر راټول شوي کسان

لیبیا پرون شنبه د واک د لېږد د نوي څپرکي په لوري ګام پورته کړ او د یووالي حکومت‌یې جوړ کړ.

په لیبیا کې د یووالي حکومت جوړښت د دغه هېواد د پخواني واکمن معمر القذافي تر پرځېدو او ۱۰ کلنو ګډوډیو وروسته د واک د لېږد په لوري لومړنی ګام بلل کېږي.

د دغه مهم ګام له مخې چې ممکن د لیبیا د بدلون ټکی وبلل شي، د لیبیا له لوېدیځ، ختیځ او جنوب نه څلور مشران دنده لري چې دغه تیت او پرک شوی ولس بېرته متحد کړي.

د ملګرو ملتونو په هڅه د لیبیا د پلاوي ۷۵ غړو په جنوا کې د خبرو په ترڅ کې ۶۱ کلن عبدالحمید دبیبه د انتقال د دورې د صدراعظم په توګه وټاکه.

انتقالي حکومت به د سږ کال تر ډسمبر میاشتې پورې قدرت په خپل واک کې ولري او بیا به لیبیا کې ټاکنې ترسره کېږي.

د په مشرۍ په طرابلس کې د ملي وفاق حکومت له ناکامه کېدو وروسته چې ۲۰۱۵ کال کې واک ته رسېدلی و، د یووالي حکومت جوړېدل د لیبیا لپاره نوی پیل بلل کېږي.

د لیبیا مخکېنی صدراعظم فیاض‌السراج
د لیبیا مخکېنی صدراعظم فیاض‌السراج

د ملي وفاق حکومت هم د ملګرو ملتونو په هڅو جوړ شوی و، خو د همدې حکومت او د پخواني جنرال خلیفه هفتر د پلویانو ترمنځ لانجو جګړه او تاوتریخوالی زیات کړی و.

د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو د سرپرست استازي سټیفاني ویلیمز چې سویس کې يې د لیبیا ښکېلو خواوو ته د یوې اوونۍ خبرو فرصت برابر کړی و، دا پرمختګ تاریخي شېبه یاده کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي، دی باور لري چې دا له یوه په ټپه ولاړ حالته د وتلو لاره ده.

د لیبیا اوسېدونکو په احتیاط له دې اقدامه هرکلی وکړ، خو لیبیایان تر اوسه باوري نه‌دي چې ډسمبر میاشت کې به ټاکنې وشي او که نه.

بریتانیا، فرانسې، جرمني او امریکا په لیبیا کې د موقت حکومت له جوړېدو هرکلی کړی، خو ویلې یې دي، پېچلې لاره په مخ کې ده.

لیبیا کې د انتقالي حکومت ټاکل شوی صدراعظم عبدالحمید دبیبه د پخواني دیکتاتور معمر القذافي د واکمنۍ پر مهال د پانګونې او پرمختیا د یوه لوی شرکت مشر و.

د لیبیا پخوانی رهبر معمر القذافي
د لیبیا پخوانی رهبر معمر القذافي

دغه بډایه سوداګر ۲۱ ورځې وخت لري چې خپله کابینه جوړه کړي او د مارچ تر ۱۹مې د پارلمان د باور رایه ترلاسه کړي.

یوه درې کسیزه ریاستي شورا جوړه شوې چې د یووالي حکومت رهبري کړي او د افریقا په شمال کې پراته دغه هېواد کې د ډسمبر د ۲۴مې ټاکنو ته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG