د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

کرونا؛ د روغتیا د نړیوال سازمان پلاوي د چین ووهان کې ځینې مهم مرکزونه ولیدل


د روغتیا د نړیوال سازمان پلاوی په ووهان کې
د روغتیا د نړیوال سازمان پلاوی په ووهان کې

د روغتیا د نړیوال سازمان څېړونکي د چین ووهان ښار د تحقیقاتو مرکز ته لاړل چې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو په اړه څېړنې وکړي.

دوی نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) د ووهان ویرولوجي انسټیټیوټ وکوت چې معلومات راټول کړي.

د جاپان 'ټي.بي.اېس' راډیو – ټلوېزیون د راپور له مخې، د روغتیا د نړیوال سازمان غړي پیټر دازاک وویل، دوی غواړي چې په دې ځای کې له ټولو کلیدي کسانو سره وویني او مهمې پوښتنې چې باید وشي، ورڅخه وکړي.

په دغه انسټیټیوټ کې وروسته له دې چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې شدیده تنفسي ناروغي خپره شوه، د اسمانڅکالي د کورونا وېروس په اړه د جنیټیک معلوماتو ارشیف جوړ شو.

له همدې کبله داسې ناثابت شوي ادعاوې کېږي چې دا ارشیف د ۲۰۱۹میلادي په پای کې په ووهان ښار کې د کووېډ-نولس له خپرېدو سره تړاو لري.

ټاکل شوی پلاوی په خپلو څېړونو بوخت دی
ټاکل شوی پلاوی په خپلو څېړونو بوخت دی

چین دا احتمال په کلکه رد کړی دی او ادعا یې کړې چې ممکن دا ویروس له بل ځایه په یخ وهلو سمندري خوړو کې چین ته راوړل شوی وي.

ووهان ته د روغتیا د نړیوالې ادارې په تللي پلاوي کې د ۱۰ هېوادونو اتباع شامل دي.

دوی هلته له لس ورځې قرنطین څخه وروسته تېره اوونۍ کار پیل کړ او تراوسه څو روغتونونو، څېړنیزو انسټیټیوټونو او د خوراکي موادو مارکیټونو ته تللي دي.

چین وايي چې دغه هېواد کې د کرونا پېښې خورا لږ دي.

خو په نوره نړۍ کې فرانسې تر ټولو د ډېرو تازه پېښو خبر ورکړی.دغه راز مکسیکو ویلي چې په بیړني ډول روسي واکسین تطبیقوي.

د روسیې سپوټنیک وي واکسین، د اګسټ په یوولسمه وروسته له دې د روسیې حکومت تایید کړ چې یوازې پر ګوته په شمېر کسانو وازمویل شو.

دوی وايي چې دا واکسین خوندي دی او په سلو کې ۹۱ اغېزمن دی.

XS
SM
MD
LG