د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

الکسي ناوالنۍ د مسکو په یوه محکمه کې راڅرګند شو


د کرملېن سرسخت منتقد الکسي ناوالنۍ
د کرملېن سرسخت منتقد الکسي ناوالنۍ

د کرملین منتقد الکسي ناوالنۍ نن تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د محکمې په قضايي جلسه کې راڅرګند شو.

دا جلسه د تړلو دروازو تر شا وه او رسنیو ته په کې د حضور اجازه نه وه ورکړل شوې.

د قضاييه جلسې په درشل کې په مسکو کې امنیتي تدابیر شدید شوي وو، د بلوا ضد پولیس د محکمې د ودانۍ مخې ته پر سړکونو ځای پر ځای شوي وو او چا ته اجازه نه ورکول کېدله چې د محکمې ودانۍ ته نږدې شي.

بیا هم د ناوالني ملاتړي پر ځايي وخت د سهار له لسو بجو د محکمې مخې ته راټول شول.

د جنورۍ میاشتې له وروستیو په مسکو او د روسیې په نورو ښارونو کې پراخې مظاهرې کېږي.

د الکسي ناوالنۍ ملاتړي په مسکو کې له پولیسو سره کیوتي
د الکسي ناوالنۍ ملاتړي په مسکو کې له پولیسو سره کیوتي

د جنورۍ میاشتې پر ۲۴مه او ۳۱ مه په لسګونو زره کسان د الکسي ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره لارو سړکونو ته په مظاهره راووتل.

د جنورۍ له ۲۴مې راهیسې پولیسو شااوخوا لس زره کسان په بېلابېلو ښارونو کې نیولي او په ځینو مواردو کې یې مظاهره چیان سخت ټکولي دي.

الکسي ناوالنۍ د جنورۍ میاشتې پر ۱۷مه له جرمني د راستنېدو پرمهال د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو او تر ۳۰ ورځو پورې یې په توقیف کې د ساتلو امر وشو.

دی په اګسټ میاشت کې په یو ډول کیمیاوي ماده مسموم کړای شوی و او په جرمني کې یې درملنه روانه وه.

ناوالنۍ تور لګولی چې د ولسمشر ولادمیر پوتین په امر مسموم کړای شوی و، خو کرملین دا تورونه رد کړي او د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره یې په نړیواله کچه مطرح شوې غوښتنې هم له پامه غورځولې دي.

څارنوالان وايي، ناوالنۍ په جرمني کې د درملنې له کبله په ۲۰۱۴میلادي کال کې د اداري فساد د یوې قضیې د تعلیقي مجازاتو شرایط، تر پښو لاندې کړي دي.

اوس محکمه په داسې حال کې قضايي جلسه کوي چې د ناوالنۍ د توقیف له کبله په نړیواله سطحه غوسه ښوول شوې ده.

د ناوالنۍ د توقیف کېدو او په روسیه کې د اداري فساد پرخلاف د شوېو مظاهرو پر مهال د ناوالنۍ مېرمنه یولیا ناوالنایا د هغه نږدې متحدان یا نیول شوي یا په کورونو کې نظربند شوي دي.

د نورو هېوادونو او سازمانونو تر څنګ د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي متحدانو یې د ناوالنۍ د سمدلاسه خوشې کېدو او د مظاهره چیانو پر وړاندې د پولیسو د تشدد د ختمولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG