د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د بشري حقونو کمېسیون: د هدفي وژنو دوام د سولې بهیر زیانمنوي


په کابل کې د ماین چاودنې له امله ويجاړ شوی موټر. December 20, 2020
په کابل کې د ماین چاودنې له امله ويجاړ شوی موټر. December 20, 2020

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په هېواد کې هدفي وژنې د سولې بهیر هم زیانمنوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هدفي وژنې نه یوازې د مدني فعالیتونو په زیان بولي، بلکې د سولې پروسې لپاره یې هم زیان رسوونکي ګڼي.

که څه هم د افغانستان حکومت، نورو سازمانونو او هېوادونو هم د دغو وژنو د مخنیوي غوښتنه کړې ده، خو داسې ښکاري چې دغه لړۍ اوس هم بنده شوې نه ده.

شهرزاد اکبر
شهرزاد اکبر

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر پرون ازادۍ راډیو ته وویل: "د هدفي وژنو دوام د هېواد وګړو او ملکیانو ته د بېرې وضعیت ایجادوي. پر مدني فضا، د مدني او بشري حقونو پر فعالانو هم اغېز کوي. حکومت باید د هدفي وژنو د مخنیوي او د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره نوره هڅه هم وکړي. د دغو وژنو د عاملانو د پېژندنې لپاره دې زیاتې هڅې وشي، چې قربانیانو ته عدالت ورسېږي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی د موندنو له مخې په ۲۰۲۰م کال په افغانستان کې د ملکیانو د وژنې دویم لوی عامل هدفي حملې وې.

په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې د ازادۍ راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په ګډون لږ تر لږه پنځه خبریالان، ګڼ مدني فعالان، ځینې سیاستوال او نورې څېرې په هدفي حملو کې وژل شوي دي.

الياس داعي
الياس داعي

په دې لړ کې پرون په کابل کې د سولې په چارو کې د دولت د وزیر د دفتر د رئیس خشنود نبي زاده پر موټر چاودنه وشوه، خو په دې چاودنه کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري دې پېښې ته په اشاره وویل، په داسې حال کې چې د سولې هڅې روانې دي افغانانو ته د تاوتریخوالي دا لوړه سطحه د منلو وړ نه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاندطارق ارین تر دې مخکې ازادۍ راډیو ته ویلي، چې پولیسو د هدفي وژنو ګڼ عاملان نیولي او په نورو پسې یې لټه روانه ده.

XS
SM
MD
LG