د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

انډین ټایمز: ګربز لومړنی افغان کرکټ لوبغاړی دی چې ایرلنډ سره ښه وځلېد


افغان کرکټ لوبغاړی رحمان الله ګربز
افغان کرکټ لوبغاړی رحمان الله ګربز
  • انډین ټایمز

انډین ټایمز ورځپاڼې بیا له ایرلنډ سره د کرکټ په پرونۍ لوبه کې د افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز پر په زړه پورې لوبې یوه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، ګربز لومړنی افغان لوبغاړی دی چې یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډېرې یعنې ۱۲۷ منډې کوي.

ګربز چې د افغان لوبډلې اوپنر یا د سر لوبغاړی و، پرون یې نهه شپږیزې او اته څلوریزې ووهلې.

ورځپاڼې لیکلي:

ګوربز په دې ډول لوبې سره د کرکټ په نړیوالې شورا کې ښه ځای ترلاسه کړ.

  • دې سپېکټټر

دې سپېکټټر 'The Spectator' مجلې په وروستۍ ګڼه کې د هغې نمایشنامې په اړه یوه لیکنه کړې ده چې بریتانیا ته د دوو افغان ځوانانو د کډوالۍ هڅې تمثیلوي.

دغه دوه ځوانان په دور زره نغدو ډالرو او دوه- دوه جوړه کرمچو له ترکیې څخه سفر پیلوي او د اتن، روم او پاریس له لارې لندن ته رسېږي.

د مجلې په لیکنه، د کبیر او ارین په نوم دا دوه ځوانان د دغې تمثیلي ټوټې اتلان دي.

کبیر له خپلو خیالاتو پرته ذهن کې بل څه نه لري، خو ارین بیا د الجبر نابغه دی او ټول ښایست په شمېرو کې ویني او د مرغانو له رېزه خوند اخلي.

دوی دواړه که څه هم پوهېږي چې دغې لاره کې له دوو سمندرونو تیریږي، خو د یوه یې هم لامبو نه ده زده.

سپېکټټر مجله لیکلي:

د یونان وچو ته د دغو ځوانانو رسېدل، د دوی کیسه پای ته نه رسوي، بلکې دغلته یو یوناني بزګر دغه ځوانان خپلو کروندو ته بیایي، شپږ میاشتې پرې کار کوي او پایله کې مزدوري هم نه ورکوي.

له دوو کلونو زیار ګاللو وروسته دغه ځوانان د فرانسې د نورماندي سواحلو ته رسېږي او د بریتانیا په واورینو غرونو یې سترګې لګېږي.

دغلته د هغوی تره دې ځوانانو ته یوه اندازه پیسې لېږي او د لارۍ یوه چلوونکي ته پیسې ورکوي چې دوی بریتانیا ته ورسوي.

چلوونکی دغو ځوانانو ته وایي، موټر یې هېڅکله نه تلاشي کېږي، دا واقعیت دی، ځکه د ده موټر یوه وړه سړه خونه ده چې منفي اتلس درجې هوا لري.

د لارۍ دننه په دومره یخې هوا کې سفر د دغو دوه ځوانانو ژوند ته یو دام دی او کیسه هم په همدې غمیزې پای ته رسیږي.

سپېکټټر مجلې د دغې تمثیلي پارچې پای کې ویلي، یوه موضوع بې ځوابه پاتې ده چې د دغې غمیزې مسول څوک دي؟ خپله کډوال، بې رحمه قاچاق وړونکي، غافله ترونه یا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان.

XS
SM
MD
LG