د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

د کوترې اوږد مزل؛ له امریکا یې تر اسټرالیا ۱۳زره کیلو متره واټن وهلی


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري.
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، د اسټرالیا د مېلبورن ښار یوه اوسیدونکي کیوین چلي برد د دسمبر په ۲۶مه له الوته دغه ستړې کوتره د خپل کور په بڼ کې هغه مهال ولېده چې اوبه یې څښلې.

دغه وګړی وروسته پوه شو چې دغه کوتره په امریکا کې له یوې سیالۍ تښتېدلې او اسټرالیا ته کډواله شوې ده، ځکه پښه کې یې د سیالۍ ځانګړې کړۍ بنده وه.

هغه د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له کبله پر دغې کوترې د جو نوم کېښود.

کارپوهان په دې باور دي چې جو له یوې بار وړونکې بیړۍ نه په استفادې توانیدلې چې د ارام سمندر له لارې ځان له امریکا تر اسټرالیا ورسوي.

د جو دغه شاهکار نه یوازې د اسټرالیایي رسنیو بلکې د اسټرالیا پر قرنطین د څار ادارې پام هم ځانته اړولی دی.

کیوین چلي برد د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له کبله پر دغې کوترې د جو نوم کېښود.
کیوین چلي برد د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له کبله پر دغې کوترې د جو نوم کېښود.

د جو خاوند ویلي، د اسټرالیا د قرنطین ادارې ترې وغوښتل چې دغې کوترې ته دام کېږدي او ګېر یې کړي.

د اسټرالیا روغتیایي مسولینو ویلي، که دغه کوتره له امریکا راغلي وي، دا وېره شته چې د الوتونکو ناروغي یې له ځان سره راوړې وي.

د دې کوترۍ په پښه کې بنده شوې کړۍ ښيي چې هغه په امریکا کې د کوترو په سیالیو کې کارېدله.

خو د امریکا د کوترو سیالۍ د پراختیا ټولنې مدیر دیون رابرټس ویلي، کومه کړۍ چې د دغې کوترې پښه کې لوېدلې، جعلي ده.

رابرټس ویلي، په اسټرالیا کې د دغې کوترې د پښې کړۍ تقلبي ده، نو ځکه چارواکي باید د ناروغۍ له ویرې دا کوتره ونه وژني.

د اسټرالیا د کرنې وزارت چې د انسانانو او حیواناتو د خوندي ژوندانه مسولیت لري، تایید کړې چې د جو په پښه کې بنده شوې کړۍ جعلي ده.

له دې وړاندې یوې بلې کوترې د اوږده مزل ریکارډ ټینګ کړی و.

د 'pigeonpedia.com' وېب پاڼې د معلوماتو پر اساس هغه کوتره په ۱۹۳۱ کال کې له فرانسې تر ویتام پورې د ۱۱۶۰۰ کیلو مترو مزل په ۲۴ ورځو کې وهلی و.

XS
SM
MD
LG