د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

نړیوال بانک: د "کوېډ١٩"ضد واکسین پروګرام کې ځنډ به وضعیت لا خراب کړي


آرشیف
آرشیف

نړیوال بانک خبرداری ورکړ، که د کرونا ویروس پېښې زیاتې شي، یا خلکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین ورکول وځنډېږي، وضعیت به لا خراب شي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، نړیوال بانک پرون سې شنبه په یوه راپور کې وویل، د نړۍ اقتصادي لرلید تر اوسه تت دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د کرونا ویروس له کبله راغلي اقتصادي رکود په میلیونونو کسان له بېوزلۍ سره مخامخ کړي دي.

د ورلډو میټر ویبسایټ د راپور له مخې، تر اوسه په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر شپږ اتيا ميليونو او څلورو لکو او ۱۹زرو اوښتی دی او تر یو ميلیونو-اتو-لکو او اته سوه ۶۷ ډېر کسان په دې ويروس مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG