د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

هند کې لاریون کوونکي: د کرنې برخه کې دې د دغه هېواد نوي قوانین لغوه شي


هند کې د کروندګرو د اتحادیې له لوري بلل شوی لاریون
هند کې د کروندګرو د اتحادیې له لوري بلل شوی لاریون

په داسې حال کې چې هندوستان کې د کروندګرو اتحاديې پرېکړه وکړه چې له حکومتي چارواکو سره به یو ځل بیا غونډه ولري، پولیسو په پټنا ښار کې له لاریون کوونکو سره لاس او ګرېوان شول.

لاریون کوونکي غواړي په دې هېواد کې د کرنې په برخه کې نوي رامنځته شوي قوانین لغوه شي.

په ګڼو ښارونو کې د دوامداره اعتراضونو پر مهال په نوي ډلي کې د صدارعظم ناریندرا مودي حکومت یوه اوونۍ مخکې د کروندګرو مشرانو ته د نورو مذاکراتو بلنه ورکړې وه.

د دغو لیدنو پر مهال د کروندګرو مشرانو ټینګار کړی چې دوی غواړي نوي رامنځته شوي درې قوانین له منځه لاړ شي.

د شنبې په ورځ (د ډسمبر په ۲۶مه نېټه) د سمیوکتا کسان مورچه په نوم اتحاديې د کرنې وزارت ته په یوه لیک کې خپلې غوښتنې لیږلي.

د ځايي سوَرَج هندوستان ګوند مشر یوګیندرا یادف اعتراض کوونکو کروندګرو ته وویل: "حکومت دې د غونډو پر مهال د کروندګرو له غوښتنو ناسمه مانا نه تعبیروي او باید د کروندګرو پر وړاندې خپل منفي تبلیغ ته د پای ټکی کېږي. ټول خبر دي چې حکومت د کروندګرو پر وړاندې پروپاګند پیل کړی دی."

هند کې راوتلی لاریون
هند کې راوتلی لاریون

حکومت وايي، دا قوانین چې په سېپټمبر میاشت کې عملي شول، کروندګر له ستونزو خلاصوي او هغوی به وکړای شي خپل تولیدات په بېلابېلو مارکيټونو کې وپلوري.

حکومت ټینګار کوي چې لوی سوداګر، عمده پلورونکي او د خوړو پراسس کوونکي به وکړای شي چې له تولیدوونکو څخه مستقیم تولیدات وپیري، خو لسګونو زره کروندګر د هندوستان د دغو درېيو قوانینو پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي او له حکومته غواړي چې دا قوانین دې لغوه کړي.

دوی په دې باور دي چې دا قوانین به حکومت ته واک ورکړي چې له کروندګرو وریجي او اوړه پرته له تضمین شوې بیې وپیري.

صدراعظم مودي ویلي چې د ده سیاسي مخالفان د کروندګرو اعتراضونو ته لمن وهي، خو د ده د سیاسي مخالف کانګرس ګوند مشر راحل ګاندي پر صدراعظم تور پورې کړی چې دا قوانین یې د ګوتو په شمار سوداګرانو د ګټې لپاره راایستلي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG