د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

ډونالد ټرمپ د 'کووېډ-۱۹' له کبله د مرستو او د حکومت د لګښتونو لایحه توشېح کړه


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د 'کووېډ-۱۹' له کبله د مرستو او د حکومت د لګښتونو لایحه تر څو ورځني ځنډ وروسته توشېح کړه.

د دغه څو ورځني ځنډ پر مهال د ملیونونه امریکایانو لپاره د بې‌کارۍ د اضافي پیسو ورکړه درېدلې وه او د کانګرس غړو خبرداری ورکړ چې ممکن حکومتي چارې ودرېږي.

ټرمپ پرون (یکشنبه) ناوخته پر دې لایحې لاسلیک وکړ.

ولسمشر ټرمپ د ډسمبر په ۲۲مه نېټه وروسته له هغې د کانګرس غړي حیران کړل چې ویې‌ښودله د 'کووېډ-۱۹' له کبله د مرستې او د حکومت د لګښتونو لایحه به لاسلیک نه‌کړي.

دا لایحه د امریکا د استازو په جرګه او سنا دواړو کې د میاشتو بحثونو او له دې ډاډ وروسته چې سپینه ماڼۍ به‌یې ملاتړ وکړي په لوی توپیر تصویب شوې وه.

د امریکا کانګرس ماڼۍ
د امریکا کانګرس ماڼۍ

په دې طرحه کې د کرونا له کبله بې‌کاره شویو خلکو ته د منظمو نقدي مرستو د دوام سربېره ټولو په شرایطو پوره امریکایانو ته د یو ځل لپاره د کرونا په خاطر د ۶۰۰ ډالرو مرستې ورکول منل شوي دي.

یو ټکی چې ولسمشر ټرمپ په دې طرحه کې پرې انتقاد درلود دا وو چې نوموړي ویل دا پیسې ډېرې کمې دي او هغه له کانګرس څخه غوښتنه کوله چې دا یو ځل نقدي مرسته دې د هر کس لپاره ۲ زره ډالرو ته پورته کړي.

ولسمشر ټرمپ همدارنګه د هغو حکومتي لګښتونو له کچې سره چې فدرالي حکومت به تر سپټمبر پورې فعال وساتي هم خپل مخالفت په ډاګه کړی و.

د ډسمبر په ۲۷مه نېټه د کانګرس څو جمهوري غوښتونکو غړو له ولسمشر ټرمپ وغوښتل چې دا طرحه دې لاسلیک کړي.

په دوی کې د پنسلوانیا جمهوري غوښتونکی سناتور پاټ ټومي هم شامل و چا چې پر ولسمشر ټرمپ غږ وکړ، بهتره دا ده چې دا طرحه لاسلیک کړي او وروسته دې ورپسې بلې ملي لایحې لپاره کار وکړي.

د امریکا په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته د درملنې لاندې ناروغان
د امریکا په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته د درملنې لاندې ناروغان

ټومي وویل، دا پوهېږي چې ټرمپ چې د نومبر د درېیمې نېټې انتخابات‌یې ډیموکرات سیال جو بایډن ته بایللي غواړي چې خلکو سره د مرستې لپاره د ډېرو نقدي چکونو د غوښتنې په خاطر په یاد پاتې شي، خو نوموړي ټینګار وکړ "که چېرې هغه د حکومت د لګښتونو طرحه لاسلیک نه‌کړي د دې خطر شته چې نوموړی به د ګډوډۍ، بې‌وسۍ او پارېدلي چلند په خاطر د خلکو په یاد پاتې شي."

د فاکس نیوز سره د خبرو پر مهال هغه وویل "ته هر هغه څه چې غواړې یې نه‌شې ترلاسه کولای، ان که د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر هم یې."

د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر بایډن هم د ډسمبر په ۲۶مه نېټه له ټرمپ وغوښتل چې دا طرحه دې لاسلیک کړي.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن

هغه پر ولسمشر ټرمپ تور پورې کړی چې "مسؤلیتونه‌یې یرغمل" کړي. د بایډن په وینا دا به ورانوونکې پایلې ولري.

که چېرې ټرمپ خپل مخالفت ته دوام ورکړی وی او دا طرحه‌یې نه‌وه لاسلیک کړې، نو فدرالي حکومت د چلولو لپاره به د ډسمبر په ۲۹مه نېټه پیسې تمامې شوې وې.

XS
SM
MD
LG