د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

د سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې خبریال جي پي لارینس افغان جګړه کې څه څارلي؟


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • سټارز اېنډ سټرایپس

د سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې خبریال جي پي لارینس چې د افغانستان او عراق پېښې څاري د خپلې نوې خپرې کړې مقالې په پیل کې لیکي:

هغو سرتیرو چې په عراق او افغانستان کې په جګړو کې برخه اخېستې ده، ده ته ویلي دي چې د نښتو په وخت دوی داسې فکر کاوه چې په یوې داسې جګړې بوخت دي چې روښانه نه ده او انجام یې واضح نه دی.

ورځپاڼه لیکونکی لارینس د پخواني امریکایي عسکر بین براډي د «سرتیرو پام کوئ» په نوم کتاب ته اشاره کوي او څرګندوي چې د عکسونو په دې کتاب کې براډي هڅه کوي چې له ترهګرۍ سره د امریکا د نژدې شل کلنې جګړې تجربې د زړو منل شویو اصلو له مخې له خلکو سره شریکې کړي چې څوک په کې اتل دی، څوک په کې دښمن دی، چا ګټلې چا بایللې؟

لیکوال وړاندې لیکي:

دا کتاب سږ منی د دوهم ځل لپاره چاپ شو او عکسونه یې داسې ښکارې لکه یو جدول چې ظاهري تسلسل په کې نه وي مراعات شوی، مثلاً په یوه عکس کې جنګیالي پر یوه کور ور روان دي، په بل کې پوځیان سودا اخلي، یو ځای سرتیرې پر تختونو پراته دي، یو مړی تر ټوکر لاندې دی، یو پوځي له پیشو سره لوبه کوي.

د لیکوال په باور دا داسې کتاب دی چې لوستونکی پوښتنو ته هڅوي.

ګارډین ورځپاڼې بیا د افغانستان د یوې پولیسې په اړه لیکنه خپره کړې ده چې د طالبانو له مرګوني بریده روغه وتلې او وایي چې زه له جګړې وېره نه لرم.

ورځپاڼه لیکي:

د سهار له اوو تېرې وې چې په کابل کې پر هغه موټر چې سبا سحر په کې سپره وه ډزې وشوې، د ښیښو له ماتېدو سره د ډګرمنې سحر څلور کلنه لور چې له دې سره په موټر کې وه په چیغو شوه، دې د خپلې لور سر لاندې کړ.

په مخکنۍ چوکۍ کې یې باډي ګارډ وویشتل شو، موټروان یې هم ټپي شو، څلور پنځه تنه د موټر په لور ورمخته شول، دې د خپل ساتونکي ټوپک واخېست پر برید کوونکو یې ډزې وکړې.

ورځپانه وړاندې لیکي چې څو بلاکه هاخوا د سحر میړه ایمل ذکي خپل مشر زوی ښوونځي ته په مخه کړی و، ده د خپلې مېرمنې ټیلفون ته دستي زنګ وواهه، مېرمنې یې چې ټیلفون واخېست لا هم ډزې کیدې، هغې ورته وویل چې ټپي شوې ده.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن دا برید وغانده او د پېښې په وخت یې د څېړونو غوښتنه کړې وه.

په سېپټمبر کې څو اوونۍ مخکې تر دې چې دا حمله وشي د امریکا د متحد ایالتونو سفارت خبرداری ورکړ چې افغان مېرمنې د افراطي ډلو د برید له خطر سره مخامخ دي، په ځانګړي توګه هغه مېرمنې چې له حکومت سره کار کوي یا له افغان وسله والو ځواکونو سره.

ګارډین بیا لیکي:

روان کال په افغانستان کې پر اتو ښځینه پولیسو ورته بریدونه شوې دي لکه پر سحر چې وشو چې له دې ډلې شپږ وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG