د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

"حکومت دې د پکتیا د ۶ ختیځو ولسوالیو لار د پرانېستو ژمنې عملي کړي"


افغان چارواکي وايي د پکتیا د ۶ ولسوالیو د لارې د خلاصون لپاره افغان امنیتي ځواکونو ګډ عملیات پیل کړي چې تر یوه بریده بریالي هم دي.
افغان چارواکي وايي د پکتیا د ۶ ولسوالیو د لارې د خلاصون لپاره افغان امنیتي ځواکونو ګډ عملیات پیل کړي چې تر یوه بریده بریالي هم دي.

د پکتیا د شپږو ولسوالیو لاره د تېرو اوو میاشتو راهېسې د طالبانو کنټرول کې ده چې پر دې لاره یې د دولتي کارکوونکي د تګ راتګ د مخنیوي سربېره د عامو خلکو او سوداګرو د تګ راتګ لپاره هم خنډونه رامنځته کړي دي.

د پکتیا اوسیدونکي او ولایتي شورا له ځایي چارواکو غواړي چې د دې مهمې لارې په پرانېستو کې دې خپلې ژمنې عملي کړي.

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې هغه و‌‌ېډیو ډېره لاس په لاس شوه چې په کې لیدل کېږي، د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند په نري کنډو سیمه کې افغان ځواکونو د اووم کنډک اړوند یو امبولانس په اولاد ناروغه يوه مېرمن په سیمه کې ځایي روغتون ته انتقالوي.

ظاهراً ويډيو کې ښکاري چې د خوست او پټان تر منځ لاره کې د سړک د ډېر خرابوالي او ګڼې ګوڼې له امله امبولانس بند پاتې شوی.

د پکتیا د ۶ ولسوالیو لار له ۷ میاشتو راهیسې طالبانو سره ده
د پکتیا د ۶ ولسوالیو لار له ۷ میاشتو راهیسې طالبانو سره ده

خو پوښتنه دا ده چې دغه کورنۍ ولې مجبوره شوې چې په یوه داسې لاره چې هره شېبه په کې د ترافيکې پېښې امکان شته په اولاد ناروغه مېرمن د ګردېز پر ځای، خوست ته انتقال کړي؟

د پکتیا اوسیدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، وسله والو طالبانو له تېرو شااوخوا شپږو میاشتو راهیسې د دې ولایت د ختیځو شپږو ولسوالیو پر هغه لاره کنټرول ټینګ کړی چې اوسیدونکي یې، مرکز ګردېز ته پرې تګ راتګ کوي.

خلیل الرحمن چې د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسیدونکی وایي خپله محصل دی، خو د کورنۍ غړي یې د افغان ځواکونو په لیکو کې دندې لري او له همدې امله دا او د کورنۍ غړي یې د رخصتۍ پر مهال کور ته نه شي راتللی او یا هم لومړی خوست او بیا د ځاځي میدان ولسوالۍ لارې خپلې سیمې ته ځي.

دی وايي: "کله چې کورته په رخصت راځي او یا بېرته وظیفې ته ځي، دوی په نري کنډو باندې راتاویږي، خوست باندې بیا سټو کنډو له لارې ګردېز ته راځي، زه یو محصل سړی خو جرات نشم کولی، نو ستونزې ډېرې زیاتې دي چې مریض شي خوست یې را تاووې نو په نیمه لاره کې د مرګ سبب ګرځي."

چارواکي وآيي افغان ځواکونو د دې لارې د بشپړ خلاصون لپاره عملیات پیل کړي چې تردې دمه بریالي روان دي
چارواکي وآيي افغان ځواکونو د دې لارې د بشپړ خلاصون لپاره عملیات پیل کړي چې تردې دمه بریالي روان دي

د جاني خېلو، لجه منګل، احمدخېلو، اریوب ځاځيو، څمکنيو، ډنډ پټان او د میرزاکې ولسوالۍ د یو شمېر کلیو اوسیدونکي نه یوازې دا چې ګردیز ته د تګ لپاره لومړی خوست ته ځي او له هغه ځایه ګردیز ته ځي چې لاره یې په ساعتونو اوږدیږي، بلکې پر دې سربېره موټرو ته زیاته کرایه هم باید ورکړي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل ازادي راډیو ته وویل، په ځلونو یې دا ستونزه له ولایتي او مرکزي چارواکو سره شریکه کړې، خو لا یې غم نه دی خوړل شوی.

نوموړی وایي، نورله ژمنو ستړي شوي او د عمل غوښتونکي دي: "د والي صیب او د قول اردو قوماندان سره مو دا موضوع شریکه کړې، دوی په عاجله توګه د دې لارې د خلاصون ژمنه راکړې، موږ هیله لرو چې دا ژمنه دا ځل پوره شي، عام ولس ته باید دا ورپېښ سرخوږی ختم شي، څو خلک په عادي دول تګ راتګ وکړي."

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځواکونو د دې لارې د بشپړ خلاصون لپاره عملیات پیل کړي چې تردې دمه بریالي روان دي.

ښاغلی منګل زیاتوي: "د ختیځو شپږو ولسوالیو د لارې د بشپړ خلاصون لپاره افغان امنیتي ځواکونو ګډ عملیات پیل کړي چې تر یوه بریده بریالي هم دي، په دې عملیاتو کې تردې دمه د یوه سرګروپ په ګډون ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه ټپیان دي او د لارې د دایمي خلاصون لپاره په یوه طرحه کار روان دی."

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دا لاره یې یوازې د افغان دولت د کارکوونکو پر وړاندې تړلې او د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه ده، خو د تازه عملیاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

عام خلک بیا وايي، دوی ته ستونزمنه ده چې پوه شي پر لاره پراته وسله وال طالبان څوک د دولت کارکونکی او ملاتړی بولي او څوک نه؟

د پکتیا ځايي چارواکو تر دې مخکې هم دوه ځلي د دې لارې د پرانېستو لپاره عملیات کړي، خو له ماتې سره مخ شوي او د لارې په پرانېستو نه دي توانیدلي.

XS
SM
MD
LG