د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

کومې کړۍ د بیان ازادۍ د خاموشه کولو هڅه کوي؟


الياس داعي
الياس داعي

په هلمند کې د ازادۍ رادیو د خبریال، محمد الیاس داعي د وژل کېدو نن (د ډسمبر ۱۲مه) یوه میاشت پوره شوه.

ځینې فعالان داعي د هلمند له «ژبې» او «اواز» سره تشبيه کړی، چې له وژل کېدو سره یې پر هلمند خاموشي خپره ده.

دا کومې کړۍ دي، چې د بیان د ازادۍ د خاموشه کولو هڅه کوي؟

احمدشاه پاڅون په هلمند کې د پوهنتون استاد دی، چې وايي، د بیان د ازادۍ مخالفانو د هلمند غږ خاموشه کړی دی:.

هغه وویل: "د شهید محمد الیاس داعي د شهادت میاشت پوره شوه، د هغه تر شهادت وروسته د هلمند ږغ یو ډول ګونګ دي، د هغه شهادت د هغه ملګري هم روحاً ځپلي دي."

ښاغلي پاڅون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه: "څوک د غږ پورته کولو او هغسې د فعالیت زړه نه شي ښه کولی، فکر کوم هم پلان هم دغه و، چې د بیان ازادي او د حقیقت څرګندول په یو نه یو ډول چوپ کړي، هر چا چې دا کار کړی دی، په خپل پلان کې بریالي شول."

ګڼ کسان په دې باور دي، چې د محمد الیاس داعي وژل کېدو له دغه ناامنه ولایت نه د راپور ورکولو بهیر ټکنی کړی او خلکو ته د پخوا په څېر د دغه ولایت د وضعیت په اړه راپورونه نه رسېږي.

د محمد الیاس داعي ږغ خاموشه شو، خو د هغه وژل کېدو په افغانستان کې دننه او بهر غوغا جوړه کړه.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي شېرمحمد اخندزاده د ازادۍ راډیو وژل شوی خبریال محمد الیاس داعي د هلمند ژبه وبلله.

هغه وویل: "په ولسي جرګه کې مو هم غږ پورته کړی دی، واقعاً محمد الیاس داعي د هلمند یوه ژبه وه، چې بنده شوه او موږ ورباندې ډېر خواشیني یو، پر حکومت مو هم ږغ کړی دی، چې د ده قاتلین ونیسي."

د افغانستان حکومت تېره پنج شنبه د قاتلانو په نیولو کې د پرمختګ خبر ورکړ او ویې ویل هغه کس یې نیولی، چې د محمد الیاس داعي په قتل کې یې لاس درلود.

د کورنیو چارو وزارت د یوه مشکوک تن ویډیو هم خپره کړه، چې وايي عبدالکریم نومېږي او د ارزګان د چهارچینو اصلي اوسېدونکی دی.

دغه کس په خپلو اعترافاتو کې ویلي، چې د حنفي په نامه یوه بل کس د محمد الیاس داعي په موټر پورې د مقناطیسي ماین په نښلولو کې ورسره مرسته کړې ده.

هغه وویل: "جبار سجاد زموږ مشر دی، د ده [محمد الیاس داعي] سرای یې موږ ته په نښه کړ، یو زه وم یا مو بل ملګری حنفي صاحب، دی یې سرای ته واوښت او ما شا و خوا کتل، کار وشو، ده د داعي تر موټر لاندې یې چسپکي ماین ونښلاوه او راواوښت."

خو خپلواکو سرچینو په دې ویډیو کې د اعترافاتو کره والی تایید کړی نه دی.

وسله والو طالبانو د محمد الیاس داعي په قتل کې د خپلې ډلې دخالت رد یا تایید کړی نه دی، خو په هغه لومړیو کې یې ویلي وو، چې دوی د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.

خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال دا وژنه په وسله والو طالبانو پورې مربوطه وبلله.

دوا خان مينه پال
دوا خان مينه پال

هغه وویل: "پل د طالبانو کور او ډلې ته ولاړ دي، تاسې به شاهدان یاست چې موږ به ډېر ژر دغه وحشي او د بیان د ازادۍ دښمنه ډله ونیسو."

محمد الیاس داعي په هلمند کې هغه خبریال و، چې په خپلو ټولو راپورونو کې یې د توازن ساتلو اړخ ته پام کاوه او کورنۍ یې وايي دوی له چا سره شخصي دښمني هم نه لري.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمین چې تېره اوونۍ یې د جرګې په عمومي غونډه کې د محمد الیاس داعي د وژل کېدو قضیه یاده کړه، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د ژورنالستانو په وژنه کې ګڼ اړخونه دخیل ګڼل کېدای شي.

هغه وايي: "د ژورنالستانو په وړاندې له هره اړخه تهدیدونه دي،که هغوی د اداري فساد په اړه حقایق راپورته کوي، هغه مفسدې کړۍ چې په افغانستان کې حاکمې دي، د هغوی له خوا خطر ورته پېښېږي. که دوی د غاصبینو او مافیایي کړیو، اختطاف کوونکو یا نورو زورواکو په اړه واقعیتونه رابرسېره کوي، د هغوی له خوا هم ګواښل کېږي، د جګړې په لومړۍ کرښه کې دوی تهدید دي، ژوند یې تهدید دی، یو له هغو الیاس داعي دی چې څه موده مخکې په هلمند کې په ظالمانه ډول شهید کړای شو، د هغه کورنۍ په بد حالت کې ده، د افغانستان اکثریت ژورنالستان دغسې ژوند لري."

له تېرې میاشتې راهیسې دا د رسنیو د کورنۍ څووم غړی دی، چې په افغانستان کې وژل کېږي.

تر الیاس داعي مخکې د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو پخوانی ویاند یما سیاوش چې اوس د افغانستان بانک کارکوونکی و په کابل کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې له خپلو دوو همکارانو سره ووژل شو.

بلخوا د انعکاس راډیو ټلویزیون خبریاله او فعاله ملاله میوند تېره پنج شنبه په جلال اباد کې په وسلواله حمله کې ووژل شوه او د اریانا ټلویزیون ویاند فردین امیني تېره جمعه په کابل کې په یوه مرموزه پېښه کې ووژل شو، چې د وژنې د دې قضیې په اړه لا هم پوره وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د ژورنالستانو د نورو نړیوالو اتحادیو تر څنګ د بې سرحده خبریالانو ټولنې د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا په افغانستان کې د ژورنالستانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG