د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

"د خوست کادري روغتونو کې د ۷۰۰میلیونه افغانیو طبي وسایل په خرابېدو دي"


د خوست د شېخ زاید پوهنتون کادري روغتون
د خوست د شېخ زاید پوهنتون کادري روغتون

د خوست د شېخ زاید پوهنتون کادري روغتون چې د دې پوهنتون د طب پوهنځي د محصلانو د عملي زده کړو لپاره شااوخوا اته کاله وړاندې جوړ شوی، نه یوازې تر اوسه فعال نه شو، بلکې په تېرو دوو کالونو کې د دې روغتون سره د متحده عربي اماراتو له خوا د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته شوي توکي هم د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دې پوهنتون د طب پوهنځي استاد ګل نواز ازادي راډیو ته وویل: "دا د خوست یوه سرمایه ده او دغه ټکنالوژي چې دلته موجوده ده، په سیمه کې وجود نه لري، نو که همداسې پاتې شي، نه یوازې دا چې له منځه به لاړ شي بلکې د خلیفه فاونډېشن نورې ژمنې چې د مرستې لپاره یې کړي، هغه به هم خنډ سره مخ شي."

د طبي وسایلو زیرزمیني چې اوس ټول مهرلاک دي.
د طبي وسایلو زیرزمیني چې اوس ټول مهرلاک دي.

د خوست د ډاکټرانو اتحادیې مشر ډاکټر حکیم ځدراڼ د کادري روغتون سره مرسته شوي طبي وسایل د هېواد او سیمې په کچه عصري او پرمختللي ماشینونه بولي، خو وایي، د پوهنتون د ریاست د کمزوري مدیریت له امله تر اوسه ترې عملي ګټه نه اخېستل کېږي.

ښاغلي ځدارڼ زیاته کړه: "دوی د برق مشکل یادوي، خو هغه حل شوی او جدي ستونزه نه ده، د شیخ زاید فاونډيشن دوی سره د نورو مرستو ژمنه هم کړې وه، په دې شرط که له دې سمه استفاده وکړي، خو په کار یې نه دي اچولي، زما په اند وظیفوي غفلت یې ستره ستونزه ده او همدا راز په رهبرۍ کې هم مشکل شته."

د شیخ زاید له پوهنتون سره په مرسته شویو طبي وسایلو کې د 'انجیو ګرافي'، 'سي.ټي سکېن'، 'اېم. ار. ای'، 'پي. سي. ار' او نورو معایناتو لپاره پرمختللي وسایل شامل دي چې د متحده عربي اماراتو له خوا د دې پوهنتون کادري روغتون ته د مرستې په توګه ورکړل شوي دي.

د شېخ زاید پوهنتون رئیس حسن ګل اریوبي هم مني چې یاد طبي وسایل د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي، خو د نه فعالېدو یوازینۍ ستونزه د برېښنا او د روغتون د ورځنیو چارو د ترسره کېدو لپاره د عادي بودیجې نشتوالی بولي.

د شېخ زاید پوهنتون رئیس حسن ګل اریوبي
د شېخ زاید پوهنتون رئیس حسن ګل اریوبي

دی وایي، د برېښنا غم یې خوړلی او ډېر ژر به دا روغتون له برېښنا سره وصل شي، خو وایي، بودیجه به لا هم وخت ونیسي: "دا طبیعي خبره ده چې هر ډول ماشین، یوازې اېم ار ای، سي ټي سکېن نه، که استفاده ترې ونه شي، د وخت په تیرېدو خرابېږي، موږ بار-بار پیشنهادونه کړي، خو د کادري روغتون لپاره جاري مصارف او برق تر اوسه پورې موږ ته په واک کې نه دی راکړل شوی، که دواړه راکړلی شي، موږ شفاخانه فعالولی شو."

د شیخ زاید له پوهنتون سره په مرسته شویو طبي وسایلو کې د 'انجیو ګرافي'، 'سي.ټي سکېن'، 'اېم. ار. ای'، 'پي. سي. ار' او نورو معایناتو لپاره پرمختللي وسایل شامل دي

د خوست د شېخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي استادان وایي، که له نږدې یوې لسیزې انتظار وروسته بیا هم کادري روغتون له مرسته شویو طبي وسایلو سره یوځای فعال شي، نه یوازې په عملي برخه کې به په لوړ معیار محصلان وروزي او استادانو د علمي څیړنو لپاره په اسانتیاوې رامنځته شي، بلکې د هغو ناروغانو لپاره به هم اسانتیا رامنځته شي چې د اقتصادي ستونزو له امله د لوړ قیمت معاینات نه شي ترسره کولی او په دې روغتون کې به په ډېر ټیټ قیمت او ځینې یې وړیا ډول معاینات ترسره او ناروغانو تداوي ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG