د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

"د طالبانو د نورو بندیانو خوشې کول د ترخې او خطرناکې تجربې تکرار دی"


له پلچرخي زندانه د خوشې شویو طالبانو یو انځور - ارشیف August 13, 2020
له پلچرخي زندانه د خوشې شویو طالبانو یو انځور - ارشیف August 13, 2020

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له بېلابېلو مسایلو سره په خوا کې په دوحه کې د سولې د مذاکراتو او د ملي دسترخوان پروژې په اړه لیکنې او تبصرې کړې.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، نن ورځ ښايي په دوحه کې د سولې جدي بحثونه پیل شي.

په سرمقاله کې راغلي دواړه اړخونه به پر دې بحث وکړي چې په اجنډا کې څه را شي او لومړی تمرکز پر کومو ټکو وشي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې په دوحه کې پر اجنډا بحثونه په داسې وخت کې پیلېږي چې دواړه لوري د خلکو او په ځانګړي ډول بهرنیانو تر فشار لاندې دي، چې د سولې په چاره کې انعطاف وښيي، پرمختګ او جوړجاړی وکړي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، دواړه لوري غواړي چې د خپلې خوښې موضوعات اجنډا ته داخل کړي، خو دواړه لوري داسې موضوعات هم یادوي چې موخه یې اجنډا ته داخلول نه دي، بلکې په مقابل لوري فشار دی چې غواړي پرې خپل اصلي موضوعات په اجنډا کې ومني.

د سرمقالې د لیکوال په اند طالبان د پاتې بندیانو خوشې کول، د نظام ډول، اساسي قانون، د اوسني حکومت د برخلیک مسئله او ځینې نور مسایل اجنډا ته داخلول غواړي، خو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکراتې ټیم غواړي چې اوربند، د پاتې حکومتي بندیانو خوشې کول، د طالب جنګیالیو برخلیک، له طالبانو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون او ځینې نور موضوعات په اجنډا کې راولي.

لیکوال وړاندیز کوي دواړه اړخونه باید پر ټولو اختلافي مسایلو بحث ته تیار وي، حوصله وکړي، له ګډو او هغو ټکو پیل وکړي چې پرې کم اختلاف دی او بالاخره دواړه لوري باید ومني چې دوی له جوړجاړي او سولې پرته بله لاره نه لري او همدا لاره د خلکو اساسي غوښتنه هم ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د اووه زره طالب زندانیانو د ازادېدو د غوښتې په اړه تبصره کړې.

د سرمقالې د لیکوال په اند که طالبانو ته د هغوی اووه زره زندانيان ور خوشې شي دا به په اصل کې د هغې ترخې او خطرنامې تجربې تکرار وي چې اوس يې افغانان د ژوند درنه بيه پرې کوي.

په سرمقاله کې یادونه شوې سږ کال طالبانو همداسې وکړل، پر امريکا يې ومنله چې پر افغان حکومت د زور او فشار له لارې د هغوی پنځه زره زندانيان ازاد کړي، له دې کار سره نه یوازې جګړه سړه نه شوه بلکې لاپسې ګرمه شوه.

په سرمقاله کې داهم راغلي، افغان حکومت د سولې لپاره اړ دی، چې د طالبانو اووه زره نه، بلکې ټول زندانيان ازاد کړي، خو که هغوی تل پاتې سوله وکړي او له جګړې لاس واخلي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي تېره ورځ حکومت اعلان وکړ، چې ټاکل شوې په دې میاشتو کې په ټول هېواد کې څلورنیم میلیونو کورنیو ته د ملي دسترخوان پروګرام له لارې خوراکي او روغتیایي مواد وویشل شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي لومړی خو په ټول هېواد کې بېوزله کورنۍ نه دي په نښه شوي د لیکوال په اند د دې ویره هم شته چې د نړیوال بانک له لوري دا مرستې د ځینو زور واکو لاسونو ته ولوېږي.

د سرمقاله په پای کې یادونه شوې، که دې پروکرام ښه څار ونه شي، نو د دې شک شته چې په دغه بهیر کې به تاریخي فساد وشي.

XS
SM
MD
LG